د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: چاودنې څلور تنه وژلي ګڼ ژوبل




ظفرکریمي مشال راډیو

کراچۍ : د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ایم کیو ایم ګوند د جلسې د ځایې څخه بهر بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده ـ پولیس چارواکي وایي، د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي ـ

پولیس وایي، چاودنه د فیډرل بي ایریا په سیمه کې د نهې یا سه شنبې په شپه وشوه ـ د سیند صوبې د داخله محکمې مشر چارواکي شریف الدین میمن رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په موټر سایکل کې په اېښودل شویو بارودي توکیو رامنځته شوې ده.

((بم په یو موټر سایکل کې اېښودل شوی و ـ کله چې خلک له جلسې راوتل او په بس کې سپاره شول نو حمله کونکې په ریموټ کنټرول بم چولی دی ـ د جلسې د امنیت لپاره مو اوه زره پولیس ګمارلی وو . ))

د بم پوچولو ډلې (ډسپوزل سکواډ) چارواکي وایي، په چاودنه کې نژدې څلور کیلوګرامه چوونکي مواد کارول شوي دي.

د چاودنې له امله ژوبل شوي کسان د کراچۍ عباسي شهید روغتون ته وړول شوي دي ـ د یاد روغتون ایم ایل او ډاکټر سلیم مشال ریډیو ته ویلي دي چې د شپې تر ناوخته یو کم څلویویښت ژوبل کسان ورړول شوي و چې څلورو کسانو پکې په هسپتال کې ساه ورکړه.

(( څلور کسان مړه دي او ۳۵ نور ژوبل اوس په روغتون کې داخیل دي ـ په ژوبل کسانو کې ۶ یا ۷ کسان داسې دي چې روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی ـ ټول ژوبل شوي کسان په سینه ،سرونو او یا د بدن په نورو برخو د بم په چرو ژوبل شوي دي ))

د ایم کیو ایم ډلې ویاند واسع جلیل ویلي دي چې په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل شوي ډېری کسان د دوی په جلسه کې له ګډون وروسته خپلو کورنو ته تلل ـ

دغه جلسه د کراچۍ په عزیزاباد سېمه کې د سېشنبې په ورځ جوړه شوې وه ،د جلسې ګډونوالو ته د منهاج القران تحریک مشر طاهرالقادري او ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف ورته ویناوې کړې وي ـ په جلسه کې طاهرالقادري ویلي چې د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه به د ایم کیو ایم ګوند په مرسته د اسلام اباد پر لور لاریون کوي.

بلخوا ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ددغې چاودنې زمه واري په خپله غاړه اخیستې ده ـ ایم کیو ایم ګوند د بیګانۍ چاودنې په ضد نن په کراچۍ ښار کې د یوې ورځې ویر یا ماتم اعلان کړی دی ـ

XS
SM
MD
LG