د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طاهر القادري لاریون جمهوریت ته زیان رسولی شي"




مجید بابر مشال راډيو

تيره میاشت د تحريک منهاج القرآن خود ساخته جلاوطن مشر ډاکټر طاهر القادري له کېنېډا نه پاکستان ته ستون شو او په لاهور کې یې تر يوې لويې عوامي جلسي نه پس د روانې مياشت په ۱۴م تاريخ اسلام آباد ته د يو لوی لاريون اعلان کړی دی.

په دې لړ کې هغه د پاکستان د نورو سیاسي ګوندونو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی. د پاکستان په سیاست کی د طاهر القادري عنصر څومره مهم دی؟ په لاهور کی د سياسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري وايي.

( (طاهر القادري تر یوې اوږدې مودې پس له بهره د پاکستان په سياست کې یو واري بيا راڅرخېدلی دی. او هغه چې په پاکستان کې کومې مسلې په نښه کړې دې، دا په هيواد کې د عام ولس د يوی لويې برخی د زړه غږ دی، خو چې هغه کومه لاره اختيار کړې ده، نو ضروري نه ده چې دغه طريقه کار د جمهوريت په پياوړتيا تمام شي. ځکه چې خلک د مذهب په نامه راغونډول او له هغوی نه بيا خپلې سياسي ګتې پورته کول هيڅ کله هم د جمهوريت په ګټه نه تمامېږي.نو د دې له وجې جمهوريت ته زيان هم رسیدلی شي.))

پوښتنه: پروفيسر صيب تاسو ته به هم مالومه وي چې د موجودوه حکومت دوو اتحادي ګوندونو هم د طاهر القادري د ۱۴مې جنورۍ د لانګ مارچ د حمايت اعلان کړی دی، دي ته تاسو په کوم نظر ګوري.؟

(( تر کومه چې د ق ليګ خبره ده نو هغوی د طاهر القادري چې کوم مقصدونه دي د هغې حمايت خو کوي، لکه چې په ټولنه کی اصلاح او بهتري خبره ده ،خو زما نه دی خيال چې ق ليګ به د طاهر القادري سره په لار يون کې هم برخه واخلي. خو تر کومه چې د متحده قامی مومنټ خبره ده نو هغوی غواړی چې په دغه لاریون کې برخه واخلي، او هغه ځکه چې د دغه ګوند د سیاسي فيصلو نيغ په نيغه تعلق د سیند صوبي د ښاري سيمو سره وي، او کله چې په دغو سيمو کی د هغوی مفاداتو ته له څه وجي هم د زيان رسیدو اندېښنه وي نو که هغوی په حکومت کی هم وي نو په عامه توګه د اپوزيشن رول لوبولو ته ډير زر تيار شي.

پوښتنه:عسکري صیب دا چې طاهر القادري د روانې مياشت په ۱۴مه نیټه اسلام آباد ته د لانګ مارچ اعلان کړي دي، په عامه توګه د دا ډول سیاسي هلو ځلو پر شا د پاکستان د سیکورټي اسټبليشمنټ لاس ګنل کیږي، بله دا چې ايا دې سره په پاکستان کی جمهوري نظام ته څه خطر خو نشته؟

(( ګوره دا خو به په عامه توګه ضرور ويل کیږی او بله دا چې په پاکستان کی د دا ډول عوامی تحريکونو له وجې هميشه مار شل لاء لګيدلې دي، چېرې هم د دا ډول تحريکونو او لار يونونو له وجې جمهوريت نه دی پياوړی شوی بلکی زيان ورته رسيدلی دی. که موږ د ايوب خان او ذولفقار علي بوټو پر ضد عوامی تحريکونو ته وګورو نو له هغه وروسته مارشل لاء ګانې راغلي دي، اوس دا چې د دې لانګ مارچ نه پس به څه نتيجه مخي ته راځي او آيا د طاهر القادري پر شا د سیکوریتی اسټبلیشمنټ لاس دی او که نه په دي موقع دا ويل به لږه ګرانه وي، خو دا ده چې په پاکستان کې سیکیوریټي اسټېبلیشمېنټ سیاسي ګوندونه لکه د تاش د پتو په يو وخت بيلا بيلي پتې چلوي،

پوښتنه، عسکري صیب تاسو د مارشل لاء خبره وکړه آيا تاسو وینی چې په پاکستان کی یوه بله مارشل لاء هم راتلی شي.

((نه خو داسې ماحول شته او نه د پاکستاني پوځ د روې نه د دا ډول کوم رجحان پته لګېږي ځکه چې دا مهال د پاکستان مشکلات ډير زيات دي نو زما نه دی خيال چې د پاکستان پوځ به نیغ په نيغه اقتدار ته د راتلو هڅه وکړي، خو د تيرو وختونو په رنګ دا کیدای شی چې پوځ په څه نا څه ډول خپل سیاسي اثر و رسوخ به ضرور کاروي، نو دا طاهر القادري د لانګ مار چ نه پس که حالات خراب شول نو که نیغ په نیغه نه وي نو د بهر نه د دغو سياسي حالاتو په اړه د معاملو د سنبالولو لپاره د هدایاتو ورکولو لاره خپله کړې.

XS
SM
MD
LG