د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د دواړو غاړو طالبان د سیمې امنیت لپاره خطر دی"


بشير ګواښ مشال راډیو

پراګ:- که له يوې خوا افغان طالبان وايي، چې دوی به له افغانستانه د بهرنيوو پوځيانو تر وتلو پورې خپل جنګ جاري ساتي، بلې خوا ته پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا حکومت د مذاکراتو د وړانديز په اړه ويلي چې خبرو ته تيار دي خو وسله به نه غورځوي.

د څيړونکو په وينا د پاکستان او افغانستان طالبان د سيمې د امنيت لپاره خطر دی او بايد له هرې ممکنه لارې يې مخه ونيول شي. په افغانستان کې د وسله والو طالبانو سره په رسمي توګه مذاکرات روان دي خو پاکستان کې لا تراوسه په رسمي توګه داسې کوم بهير نه دی شروع کړی او تر ډيره د وسله والو خلاف په خال خال او منتخبو عملياتو تکيه کوي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه، خادم حسين وايي چې پاکستاني طالبان په جمهوريت يقين نه لري، سياسي سوچ يې نشته او د زور له لارې د شريعت راوستو خبرې کوي نو ځکه خو ورسره مذاکرات هم بې فايدې دي.

هغه زياتوي: ((افغان طالبانو په افغانستان کې په يو نه يو شکل حکومت جوړ کړی وو. که څه هم چا نه وو منلی. هغوی د حکومت له ختميدو وروسته هم د يوې سياسي ډلې په شکل کې پاتې شول. سمه ده چې طريقه واردات يې د ترهګرۍ په شکل کې دی. دلته په پاکستان کې نه د طالبانو کوم حکومت وو او نه هم دوی مذاکرت سنجيده اخلي، دوی مذاکرات نه خوښوي. ))

که څه هم په دې وروستيوو کې په يوه ويډيو کې د تحريک طالبان پاکستان مشر وايي چې دوی او افغان طالبان په يو نظر دي خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاالله لودين مشال ريډيو ته وويل چې افغان طالبان د سياسي بهير لپاره د پاکستاني طالبانو سره مشوره نه کوي او نه هم پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره په مذاکراتو اثر کولی شي: ((د پاکستاني طالبانو خپل ملک دی، خپله خاوره لري او خپل سوچ يې دی. د افغانستان پر مسلې پورې اړه نه لري. افغان طالبانو ورستۍ خبره هم همدا کړې چې دوی يوازې يوه مرجع لري او هغه په قطر کې ده. د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا د خبرو لپاره دوه بنيادي خبرې کوي. يوه دا چې دا خبره دې د افغان حکومت په مشرۍ کې وشي او بله دا چې منځګړتوب دې يې د سولې عالي شورا وکړي.))

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر، بريګيډيیېر محمود شاه وايي، که په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې کاميابه شي او پاکستاني طالبان همداسې خپل تشدد ته دوام ورکړي نو بيا خو به د دوی خلاف د پوځي عملیاتو علاوه بله لار نه وي. نوموړی زياتوي: ((د افغانستان طالبان په ذهني او سياسي توګه اوس ډير پاخه شوي دي. افغان حکومت هم ورسره د خبرو کوششونه کوي. له پاکستانيو طالبانو سره په پاکستان کې خبرې نه شي کيدلی. ماته داسې ښکاري که دوی خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي نو بيا خو به د پوځي عملياتو له لارې د دوی ختمول ضروري وي. ))

په داسې حال کې چې پر پاکستان تور لګيږي چې شمالي وزيرستان کې ميشته، حقاني ډله په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کاروي، په کابل کې د سياسي چارو کارپوه، وحيد مژده وايي پاکستان د ترهګرۍ او د دواړوو خواوو د طالبانو د ختمولو لار د افغانستان له خوا ګوري.

هغه وويل: ((پاکستان افغانستان ته دا اطمينان ورکړی چې د ۲۰۱۳ کال تر نيمايي پورې به افغان طالبان سولې ته حاضريږي. که داسې وشي او په افغانستان کې طالبانو سره خبرې کاميابې او جګړه ختمه شي، نو همداسې به په پاکستان کې هم وشي ځکه چې پاکستانيو طالبانو ويلي چې ملاعمر يې مشر دی [او د هغه خبره به مني].))

د يادونې وړ ده، چې پاکستان د افغانستان د سولې بهير سره د مرستې لپاره یو شمېر طالب مشران خوشي کړي دي او ويلي يې دي چې په دې لړ کې به نوره مرسته هم کوي.

XS
SM
MD
LG