د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د امدادي پیسو وېش غنمیت که مصیبت


سوات کې امدادي رقم اخیستونکې اکثریت ښځې تش لاس کورو ته ځي
سوات کې امدادي رقم اخیستونکې اکثریت ښځې تش لاس کورو ته ځي


نيازاحمدخان مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې هغه بېوزلې ښځې چې هره مياشت د بې نظيرانکم سپورټ تر سوري لاندې زر روپۍ امدادي رقم اخیستونکې تر سختو ستړیو تېرېږي.

د سوات سيدو شريف کالج کالونۍ ته سهار وختي په زرګونوو ښځې امدادي رقم ترلاسه کولو ته راځي خو زياتره په کې خالي لاس بیرته کورونو ته ځې.

يوې مشرې ښځې چې له ملم جبې څخه امدادي رقم اخیستو ته ورغلې وايي، (( د شپې راغلۍ وه ډير انتظار يي وکړو خو د زياتې ګڼې ګوڼې له وجې یې پیسې ترلاسه نه کړې، پوليسو پر ې د لوړو ګزارونه هم وکړل. ))

د منګلور يو اوسيدنکې وايي، (( له څو ورځو دغه دفتر ته راځي خو ورته نه ټوکن ميلاويږي او نه رقم. پوليسو یې ملګرې په لوړو وهلې، ماشومان ورسره دي ډيرې په کې ژوبل شولې، دوی غريبان دي او د مجبورۍ دلته راغلي دي.))

په دغه اړه د بې نظيرانکم سپورټ پروګرام دفتر مرسيتال مشر فواد خان وايي، چې له دوی سره په ټول سوات کې ۲۵ زره ښځې ليک دي او دوی د ورځې درې سوو نه تر څلورو سوو پورې زنانوو ته د رقم ټوکنې ورکوي خو د ناپوهۍ له وجې ډيرې داسې ښځې هم په کې راشي چې د هغوی حق نه کيږي ځکه ګڼه زياته ده او دوی نه شي کنټرولولی.

خو دغه امدادي رقم ترلاسه کونکې ښځې وايي، چې هره مياشت دوی ته پیسې نه ملاوېږي او ټګي په کې روانه ده.

XS
SM
MD
LG