د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر کلیم الله خپله شتمني د غریبانو په نامه کړه


بشر دوست ډاکټر کلیم الله
بشر دوست ډاکټر کلیم الله


خدای نور ناصر مشال راډيو

د کوټې له عالمو چوک سره څېرمه د ډاکټر کلیم الله شخصي روغتون دی. چې له تیرو څو کلونو راهیسې په کې د غریبو او بې وزلو ناروغانو درملنه بې پېسو کېږي. په دې برسیره یاد ډاکټر د شاوخوا دوه سوه بسترو د يوه بل روغتون نوې ودانی جوړه کړې، چې د نوموړي په خبره په کې به بیا هم د غریبو ناروغانو درملنه بې له پیسو او بې له څه توپیره کېږي. چې داسې همدا ډاکټر د بلوچستان په ټولو پښتون میشتو او بلوڅ میشتو سیمو کې لومړنی ډاکټر دی، چې خپل دومره لوی شخصي روغتون د غریبو خلکو په نامه کوي.

ډاکټر کلیم الله وایې؛ د سیمې غریب ولس، په سرکاري روغتونو کې د بجټ کموالي، او په شخصي روغتونو کې زیاتو خرڅو دې ته مجبور کړ، چې د غریبو خلکو لپاره همداسې قدم واخلي.

؛ در اصل خبره داسې ده. چې زموږ په دې سیمه کې په سرکاري روغتونو کې د بجټ کموالی، د خلکو ګڼه ګوڼه، او بد انتظامي دا هغه څه دي، چې د غریبو خلکو درملنه په کې نه کېږي. تردې وروسته خلک مجبوره شي، چې په شخصي روغتونو کې درملنه وکړي. خو هلته تګ او درملنه کول، د هرچا کار نه دی. ځکه مې دا قدم واخیست، چې د غریبو خلکو مرسته وکړم؛.

ډاکټر کلیم الله چې له تیرو څلوېښتو کالو راهیسي د يوه ډاکټر په توګه کار کوي، وایې؛ په دې موده چې يې څومره د خلکو د درملنې له لارې پيسې ګټلې، او څومره چې يې هم جائيدادونه او مځکې اخیستې وې، اوس یې خپل هر څه د دې لپاره خرڅ کړي، چې همدا روغتون پرې جوړ کړي، او بیا د غریبو خلکو درملنه په کې بې پيسو وکړي.

؛ ما چې څومره له خلکو پيسو ګټلې وې، او هر څه چې اخیستي وو، ما دا هر څه ځکه خرڅ کړل، چې ګواکې دا د دې غریبانو حق دی. زه راولاړ شوم، دا هرڅه مې خرڅ کړل. يواځې لږ مې د خپلو بچیانو لپاره پرېښودل. نور مې ټولي مځکې، باوړۍ، او جايدادونه خرڅ کړل. ماویل چې دا د دوی حق دی. او دوي ته باید ورسول شي؛.



د دې روغتون لپاره يوه خصوصي کمېټۍ جوړه شوې، چې په کې د سیمې قبايلي مخور، ډاکټران ، وکیلان، خبریالان او د مدني ټولنو غړي په کې دي، تر جوړېدو وروسته به یې ټول کار همدا کمېټۍ کوي.

مشر خبریال سید علي شاه چې ددې کمېټۍ غړی دی، وایې؛ د سیمیزو او نړیوالو خیراتي ادارو په مرسته به د ډاکټر کلیم الله دا کار پر مخ بیایې، تر څو د ده په خبره د ډېرو غریبو خلکو درملنه له دې لارې وشي.

؛ ګوره دا سیمه ډېره غریبه سیمه ده. ددې سیمو د لري پرتو سیمو خلک دومره پيسې نه لري، چې له موساخیله، له ژوبه، له چمنه او پښين څخه په موټر کې کوټې ته راشي. او بیا چې راهم شي، نو دلته ډاکټر نه شي موندلای. په داسې حالاتو کې دا کار چې ډاکټر کلیم الله پيل کړی دی. ډېر لوی او د ستایلو کار دی. موږ به ددې روغتون لپاره له ځایي او نړیوالو خیراتي ادارو سره په تماس کې کېږو. چې هغه دلته د غریب ولس لپاره کار وکړي؛.

د بلوچستان دصحت د څانګې سیکریټري عصمت الله کاکړ هم وایې؛ تر خپله وسه به له دغه روغتونو سره د حکومت له خوا هره مرسته کوي، تر څو همداسې ډېر نور کسان هم پيدا شي، چې خپل ژوند او کار د نورو لپاره وقف کړي.

؛ زه خو اول پرون په دې خبر شوم، چې ډاکټر کلیم الله چې ددې سیمې يو ښه طبیب دی، هغه داسې کار پيل کړی دی. زه هڅه کوم چې ډېر ژر دا روغتون ته ورشم. او تر هغه وروسته به څومره چې هم زما وس وو، د صوبایې حکومت له خوا به ددوي مرسته کوم. او داسې بشردوسته خلک باید چې نور هم رامخته شي. چې د دې غریبې سیمې ولس ته په وړیا توګه د درملنې زمینه برابره شي؛.

د ډاکټر کلیم الله همدا خیراتي هسپتال چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې کار مکمل شي، د بلوچستان صوبې يواځنی او لومړی هسپتال به وي، چې يوه کس په خپلو ذاتي پیسو د غریبو خلکو لپاره جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG