د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان مرکزي ریاست به ترهګري ختموي"


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان

غلام غوث مشال ريډيو

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، د قبایلي سيمو په اړه چې څه هم فيصلې کېږي دا به د مرکزي حکومت کوي او دا د مرکزي رياست کار دی چې د تره ګرۍ د ستونزئ د حل لارې چارې ولټوي او سياسي ګوندونه په دې لړ کې يواځې مزاحمت کولای شي-

په ځانمرګي بريد کې د وژل شوي عوامي نيشنل ګوند د مشر سياستوال بشير بلور د وير په لسمه ورځ په نشتر هال پېښور کې رابلل شوې یوې تعزيتي غونډې ته پخپله وينا کې اسفنديار ولي خان وويل،(( زه بيا خبره په واضحه ډول کوم چې په قبایلي سيمو کې که څه هم کول وي هغه به مرکزي حکومت کوي، زموږ به له مرکزي حکومته کلکه غوښتنه وي او زه چې کله د مرکزي حکومت سره ووينم نو هم به ورته وايم چې په څه ډول او طريقه ترهګري ختموي نو دا د هغوی مرضي ده، مګر کومه طريقه چې هم اختياروي دا به رياست ته کول وي او سياسي ګوندونه دا نه شي کولی، هو موږ مزاحمت کولای شو او د مزاحمت لپاره موږ سينه په وړاندې ولاړ يو))-

اسفنديار ولي خان زياته کړه د پښتنو د خاورې حفاظت لپاره به دوی چمتو ولاړ وي(( له دې خاورې نه به قربانيږو، له خپلو پښتو نه به قربانيږو،او خپل پلار نيکه چې راته کوم سياست ښودلی دی د هغې نه به قربانيږو))-

د وسلوال طالبانو لخوا د مزاکراتو مشروط وړانديز ته په اشاره اسفنديار ولي خان وويل چې د بدلون يواځنئ لاره بيلټ يا ووټ دي(( بدلون يواځې د ووټ له لاري راوستل کېدای شي او په بله کومه لاره بدلون نه شي راتلی،او څوک چې په بله کومه لاره بدلون راوستل غواړي د هغوی به بيا څه بله ايجنډا لري))

او وفاقي وزير غلام احمد بلور په خپله وينا کې په بشير بلور ځان مرګي بريد په سختو ټکو کې وغندلو او دا يې د کرايې د قاتلانو يو بريد وګڼلو((دا خو ډيره د بي غيرتۍ خبره ده چې په اجرتي قاتل سړی وژنې، پکار دا وه چې د هغه سره هم تومانچه وي او د بشير بلور سره هم تو مانچه وي نو بيا به پته لګيدلې وه، چې څوک نر او څوک بي غيرته دی))-

په نشترهال پېښور کې د غونډې په زرګونونه برخوالو په ځان مرګي بريد کې وژل شوي بشير بلور ته د عقيدت پيرزو وني وړاندي کړي او او د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ،وفاقي وزير غلام بلور، د عوامي نيشنل ګوند مشر سينيټر افراسياب خان او د صوبي د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په خپلو ويناګانو کې بشير بلور ته د عقيدت پيرزو وني وړاندي کړي او او د عوامي نيشنل ګوند کارکنانو ته يې د مخکې په رنګ په زړه د عدم تشدد په لاره او د تشدد په ضد د ودريدو ټينګار وکړو-

XS
SM
MD
LG