د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د غلامۍ له ژونده د عزت مرګ ښه دی'


ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

د ايکسپرس ټريبيو ن ورځپاڼې په اداريه کې راغلي دي په پاکستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو يوازینۍ لار دا ده چې طالبانو ته په پوځي او نظرياتي توګه ماتې ورکړل شي ځکه چې په تېر و ختونو کې له دوی سره د مذاکراتو څه ګټې مخې ته نه دي راغلي.


هغه خلک چې اوس هم په دی عقيده لري چې له طالبانو سره به خبرې څه ګټې مخې ته راوړي هغوی دی له طالبانو سره په دې وروستیو کې په شویو تړونونو باندی نظر واچوي نو په دې به پوه شي چې طالبان ډز بندي نه بلکې غواړي خلک او حکومت ورته تسليم شي.

طالبان غواړي چې حکومت د هغوی د خوښې اسلام نافذ کړي، له امريکا سره هر قسم اړيکي وشلوي.

تحريک طالبان پاکستان غواړي چې اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو او دولت ترمنځه د سولې له پاره د روانو هلو ځلو څخه لاس واخلي او د دی پرځاي د هند پر ضد جنګ پيل کړي.

خو دا د حکومت سمه پرېکړه وه چې د طالبانو دغه وړانديز شوی تړون يي رد کړ.

په اداريه کې راغلي دي د دغه تړون منل له طالبانو د شکست منلو برابر وو.

کله چې په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند حکومت راغی نو په لومړيو ورځو کې يې د سوات له طالبانو سره د امن لوظنامه وکړه او په ياده سيمه کې يې د طالبانو په غوښتنه د شريعت نفاذ وکړ خو د طالبانو مشر فضل الله له پاره دغه کافي نه وه او نورې غوښتنې يي پیل کړې.

هم له دی کار سره عوامي نیشنل ګوند ته تجربه وشوه چې له سخت دريځو سره د خبرو هيڅ نتيجه نه راوځي.
د دې يوازې لار اوس دا ده چې په شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات پیل کړل شي او چې طالبان نه وي تسليم شوي تر هغې پورې دې پوځي عملياتو ته دوام ورکړل شي.

دويمه دا چې د طالبانو له خوا د پروپګنډو او د پوليو په ډلو باندې د بريد له وجې د پیدا شوي تاثر دی مخنيوی وشي.

په اداريه کې راغلي دي، د عوامي نیشنل ګوند د سياستوال بشير بلور له وژنې څخه يو سبق ترلاسه کېږي او هغه دا چې که څه هم د طالبانو پر ضد جګړه کوونکي په نښه کېږي خو د غلامۍ له اوږد ژونده د عزت مرګ بهتره دی.
XS
SM
MD
LG