د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال په پاکستان کې لس تنه خبریالان وژل شوي دي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- په پاکستان کې د مطبوعاتو په حالاتو نظر لرونکې غير سرکارې ادارې انټرميډيا د معلوماتو تر مخه چې سږ کال لس ژورنلسټان د ملک په مختلفه برخو کې وژل شوي دى.

پدغه لسو وژل شویو ژورنلسټانو کې يو د بلوچستان د خضدار ضلعې سره تعلق لرونکې ٣٧ کلن عبدالحق بلوچ هم وو چې په له یوه شخصي ټيلې ويژن اې ار وايې نيوز سره خبریال او د خضدار پريس کلب جنرل سيکرټري وو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د عبدالحق بلوچ مشر ورور عبدالرزاق وويل چې د هغه د ورور له هیچا سره دشمني نه وه او نه پوهيږي چې ولې ووژل شو.

،، چا سره هم زما د ورور دشمني نه وه، زما د ورور غوندې نور ژورنلسټان هم وژل شوي دي. بس حالات داسې دي دلته ، نه يو خبر چې چا راته ورور شهيد کړو. تر اوسه پورې يې قاتلان ونه نيول شول. بس خداې دې ترې حساب واخلي،،

هغه څه وجه ده چې ژورنلسټان په نښه کيږي. د دي په اړه د انټرميډيا مشر عدنان رحمت وايي،
،،د ميډيا دننه په ټرينګ او سيکيورټي خاص توجه نه ورکول کيږي او زياتره ژورنلسټانو ته سيکيورټي ټريننګ نه دی ورکړل شوی. بل دا چې د صحافت د ضابطه اخلاقو خيال نه ساتل کيږي، خبر يې جانبداره وي، متوازن نه وي ، نو د دې له وجې په صحافيانو حملې کيږي،،

که يو خوا عدنان رحمت وايي، چې د متوازن خبرونو او سيکيورټي ټريننګ د کمښت له وجې صحافيانو ته خطر وي نو بلخوا د خضدار پريس کلب صدر نديم ګرکناري وينا ده چې ،، کومو ادارو سره کار کوو نو نه خو هغوی تحفظ ورکوي او نه حکومت. زما د صحافت له وجې مې زامن ووژل شول، تر اوسه چې څومره ژورنلسټان وژل شوي دي، د هیڅ یوه قاتل نه دی نيول شوی او نه زما د زامنو. او نه حکومت څه امداد دې وژل شوو ژورنلسټانو سره کړې دې،،

عدنان رحمت زياتوي چې د ژورنلسټانو د تحفظ لپاره ملګري ملتونه راروان کال کې يوه منصوبه لري.
،، ملګرې ملتونه د ژورنلسټانو د تحفظ لپاره يو ايکشن پلان جوړ کړی دی، کومو قاتلانو ته چې سزا نه ملاوېږي نو د هغې خلاف دا ايکشن پلان به اول په پنځه ملکونو کې کار پيلوي چې په کې پاکستان هم شامل دی او د دې اغاز به د ۲۰۱۳م کال له فرورۍ نه کيږي،،

خبريال او د سيمه ايزه چارو کار پوه رحيم الله يوسفزی وايي، چې په موجوده حالاتو کې ژورنلسټانو ته کار کول ګران شوی دی، نو پکار ده چې د ژورنلسټانو د تحفظ لپاره دې د دوی خپلې ادارې مرسته ورسره وکړي.
،، د ميډيا مالکان او مديرانو ته دا خيال پکار دی، د دوی هغه خبریالان چې په سختو ځايونو کې کار کوي نو هغوی ته دې سهوليات ورکړل شي ، ښه تنخواګانې دې ورکړل شي او هغوی دې هلته نه استوي چې ژوند ته یې خطر ورپېښ وي. او بل دا چې د جګړې ښکېلو غاړو ته هم دا سوچ کول په کار ده چې دا ژورنلسټان دې خپل کار ته پرېږدي، دوی خو یوازې صحافت کوي، کوم غلط کار نه کوي. نو دا نه ده چې هغوی په يو خبره خفه شي او يو تن مړ کړي ، دا د دې مسلې حل نه دی ،،

ياده دې وي چې سږ کال د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې په خپل يو رپورټ کې پاکستان د خبریالانو لپاره یو خطرناک ملک بللی دی.

XS
SM
MD
LG