د خيبر پښتونخوا ملاله يوسفزۍ د امريکا ټایمز مجلې د ۲۰۱۲م کال ځوان شخصيت نومولې ده.
ملاله د اکتوبر په نهمه نيټه وسله والو طالبانو په سوات کې په ډزو ويشتلې وه او داوخت يې د برتانيې د برمنګهم په هسپتال کې علاج روان دی.
ټائمز په دې اړه ليکې ، د برتانيې په هسپتال کې بستره ملاله يوسفزۍ ډيره زړوره او حوصله لرونکې ماشومه ده چې جرم يې د نجونو د تعليم لپاره مبارزه کول وو.
ټائمز وايې، يوازي د دې عمر نه بلکې ددې پخو ارادو دا د مجلې د کال ځوان شخصیت و ګرځوله.
مجله د ملالې په اړه پر مخ ليکې پر دې مرګونې حمله په معجزانه توګه ناکامه شوه خو دې نړۍ د بدلون لپاره و هڅوله.
د ټایمز په خبره ملاله نه يوازي د نجونو د تعليم لپاره مبارزه کړې ده بلکې د دې شخصيت د يوې اتلې په شان دی.
دا د وحشت پر وړاندې په دريدو سره د روشن خيالۍ استازيتوب کوي.
د مجلې په خبره ملاله له چا دا تمه نه کوي چې دې ته اتله ووايې. دې تيره اونی د زدکوونکو د احتجاج وروسته د پاکستان حکومت ته وويل، چې په سوات کې دې کالج د دې په نوم کولو فيصله بيرته واخلي.
خو ټایمز وايې، د دې سربيره هم ملاله لږ تر لږه دا حق لري او له نورو دا تمه هم کولی شي چې له دې سره پيوستون و ښايې او د دې ستاينه وکړي.