د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د هاکي اشیايي اتلولي وګټله





د قطر په ښار دوحه کې د اشیا هاکي اتلولي پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې هند ته د څلور په مقابله کې په پنځه ګولونو ورکولو سره اتلولي په خپل نامه کړه.

د لوبې لومړي نیمايي په ختمېدو هند ته د يو په مقابله کې دوه ګولونو برتري تر لاسه وه خو پاکستان پرله پسې د دوو ګولونو په کولو سره تر هند وړاندې شو، وروسته هند دريم ګول وکړو او لوبه په درې درې ګولونو برابر شوه .

له دې وروستو دواړو ملکونو يو يو بل ګول وکړ او لوبه يو وار بيا په څلور څلور ګولونو برابر شوه خو د لوبې ترختمېدو لږ ګړۍ مخکې پاکستان پنځم ګول وکړو، چې تر وروستي وخته یې د ځان دفاع ټینګه وساتله.

هندوستان ته په ماتې ورکولو د هاکۍ مينه والو دخوشحالو څرګندونه کړېده بلخوا وزيراعظم د ټورنامنټ په ګټلو ټول ټيم ، هاکي فېډرېشن او قام ته مبارکي ویلې.

له مشال رېډيو سره خبرو کې د هاکي ځینو مينه والو خپلو تاثراتو کې وويل چې پاکستان له هنده د پروسږ کال ماتې بدل واخیستو چې هم دې ټورنامنټ کې یې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان هاکي ټيم د پخواني او موجوده وخت په کارکردګۍ دتبصرې په وخت د پاکستان هاکي ټيم پخواني لوبغاړي عمران خان يوسفزي وويل چې حکومت دې لوبې ته خاص پاملرنه نه کوي او پاکستان کې د لوبغاړو قدر نشته نو ځکه ښه لوبغاړي نورو ملکونو ته مخه کوي .

د ده په خبره پخوا به په کبلو په زمکه لوبه کېده نو ځکه د پاکستان ټيم کارکردګي ورسره ښه وه اوس ټولې نړيوالې مقابلې په آسټرو ټرف AstroTurf يا قالين کېږي او پاکستان کې په کوز کچ د هاکۍ مېدانونو کې د قالين کمی دی او لوبغاړي په زمکه لوبه کوي نو ځکه چې کله دوی په نړيوال کچ مقابلو ته لاړ شي نو د دوی کارکردګي ښه نه وي بايد چې حکومت دې اړخ ته پام راوګرځوي.

د عمران يوسفزي د خبرې په ځواب کې د پاکستان هاکي فېډرېشن غړی او د خېبرپښتونخوا د هاکۍ جنرل سېکرېټيري ظاهر شاه وويل چې دوی په اسټرو ټرفAstroTurf کار شورو کړی دی او په سوات ، مردان، کوهاټ او بنو کې به ډېر زر دغه قالينونه وغوړول شي.

ده زياته کړه چې دا د پاکستان هاکي فېډرېشن دهلو ځلو نتيجه ده چې پاکستان ټيم ښه کارکردګي ښايي.
د ذکر وړ ده چې څو اونې وړاندې اسټرېليا کې شوې د هاکي اتلولي کې دريم پوزيشن مېچ کې هم پاکستانۍ لوبډلې هندو ته په درې دوه ماتې ورکړې وه.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو ، اسلام آباد

XS
SM
MD
LG