د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان آی ټي پوهنتون ۱۶ زدکوونکو د سرو تمغې یوړې


د بلوچستان يونیورسټي اف انفارمیشن ټيکنالوجي، انجینرینګ اینډ مینیجمینټ سايسنیز د اسنادو ویشلو اتمه کلنۍ دستوره ترسره شوه، چې په کې ۶۲۶ فارغه زدکوونکو ته اسناد ورکړل شوو.

او شاوخوا ۱۶ لوستونکو ته د سرو زرو میډالونه ورکړل شوه. د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي دې دستورې د وینا پر وخت وویل؛ ټول فارغه زده کونکي باید خپل کار او ژوند د دې سیمې د وګړيو لپاره وکړي؛.

؛ د نصیحت په توګه دا څو ټکي هغو نارینه او ښځينه و لوستونګو غواړم وکړم، چې هغوي ددې اسنادو ترلاسه کولو وروسته مسلکي یا پروفیشنل نړۍ ته ځي. هغوی باید دا په پام کې ونیسي، چې ددوی خدمت به د دې سیمې د وګړيو لپاره، او د دې پوهنتون لپاره وي؛.



د پوهنتون وایس چانسلر انجنیر احمد فاروق بازيي د ستورې ته په خپلو خبرو کې وویل؛ د ای ټي پوهنتون په لس کلنۍ موده کې دا ورته د ویاړ ځای دی، چې په لومړنۍ کلنۍ دستوره کې يي يواځې ۹۰ زدکوونکو اسناد تر لاسه کړه، خو نن يي په دې اتمه کلنۍ دستوره کې د زدکوونکو شمیر تر شپږ سوه زیات دی؛.


د آی ټي پوهنتون په دې کلنۍ دستوره کې شپاړسو زدکونکو ته د سرو زرو ميډالونه، او اوو ته بیج اف انر چې د سپینو زرو میډالونه دي، ورکړل شوو.



مومینه بابر چې د سپینو زرو میډال ورکړل شو. له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، د خپل محنت مېوه ورته ورسېدله.

؛ زه ډېره خوشاله یم. ما چې څومره شپې رڼې کړې وې، د هغه صله نن ماته ورسېده. زه په دې موقع دا وایم، چې زموږ پښتنې نجونه باید د تعلیم په میدان کې ښاته پاته نه شي. او ډېرې نجونې باید دې خواته راشي، او د خپلې سیمې، قام او هیواد لپاره کار وکړي؛.

د بلوچستان مشر خبریال سیدفصیح اقبال تردې دستورې وروسته چې په کې نوموړي ته اعزازي اسناد ورکړل شوو، مشال راډيو ته وویل؛ دا نه يواځې دده لپاره د ویاړ مقام دی، بلکې ددوی د ټولو خبریالانو او هم د بلوچستان صوبې لپاره د ویاړ مقام دی.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان يونیورسټي اف انفارمیشن ټيکنالوجي، انجینرینګ اینډ مینیجمینټ سايسنیز یا ايي ټي پوهنتون د بلوچستان د انفارمیشن ټيکنالوژۍ لومړنی پوهنتون دی، چې دا وخت په کې تر شپږ زره زیات لوستونکي زده کړه ترسره کوي.


خدای نور ناصر مشال راډيو کوټه

XS
SM
MD
LG