د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ لوبه کې د هند ماتې د پاکستان بری




رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د هند ښار بنګلور کې د پنځه کاله د ځنډ ورستو د پاکستان او هند تر مينځه شل اوريز لوبو کې پاکستان هند ته په پنځه وکټو ماتې ورکړه.

پاکستان له پچې (شيرخت) ګټلو وروسته لومړې هند ته دلوبې بلنه ورکړه او هند په ټاکلې شل اورونو کې د نهه لوبغاړو په زيان ۱۳۳ منډې جوړې کړې. په جواب کې پاکستان د پنځه لوبغاړو په سوځيدو د هند لخوا ورکړل شوی هدف ترسره کړو او دا رنګ يې ګټه په خپله نامه کړه.

له مشال راډيو سره د لوبو یو شننونکی اعجاز احمد وايي، که څه هم پاکستان لوبه وګټله خو د ښه کارکردګۍ لپاره ورته نور هم محنت او مشقت په کار دی.

،، هند کرکټ لوبډلې کې چې کوم د يرې خبره ده نو د هغه د مډل ارډر دې نو که پدې کې سکور وشي نو يقينن دوي ښه کارکردګې ښودلې شي. بل طرف ته پاکستان باولنګ کې ډير ښه دې خو بيټنګ او فيلډنګ کې ورته زيات کوښښ پکار دې چې پدي شعبه کې ښه کار وکړې.او مډل ارډر که روان شو نو د د مډل ارډر مثال د ملا دتير دې او چې دا مضبوط وي نو يقينن دې سره په کارکردګې فرق پريوزي،،

بلخوا د لوبو يو بل تجربه کار او خبريال عبدل الغفار وينا ده چې اميد دې لومړۍ ګټې نه به په لوبغاړو کې اعتماد راغلی وي.

،، چې کمه ويره وه او پاکستاني لوبغاړې کوم دباو کې وو نو هغه دې ميچ ګټلو سره ختم شو. په شاهد افريدي او شعيب ملک هم ډير دباو وو نو شعيب خپله ښه کارکردګې اوښودله نو يو طرف ته دا دباو هم کم شو. او بل طرف ته د هندي لوبډلې چې کومې کاميابيانې وې په تيرو شل اوريز ميچونو کې کوم چې پاکستان بيلودې وو، نو دې نه اوس پاکستان لوبډلې ته اعتماد ترلاسه شو او ښه لوبه به وکړي،،

هم ددي تر څنګ د پاکستان د کرکټ پخوانې لوبغاړې او د پاکستان کرکټ بورډ ډاريکټر اپريشن منيجر جاويد ميا داد مشال راډيو ته وويل چې هند ته ښه تجربه کاره ډله تلې ده او هيله ده چې د تيرې مقابلې غوندي به مخکې هم خپله ښه کارکردګې وښايې.

،، تقريبا ټول تجربه کاره لوبغاړي پدي ډله کې شامله دي او دي کې هيڅ يو داسي لوبغاړی نشته چې هغه ته د لوبې کولو تجربه نه وي، زه به دا ويمه چې صرف لوبه کوې، په خپل ځان اعتماد ساتي چې تاسو ښه کارکردګي وښيې. په لوبه کې ګټه بايلات وي، دې نه وېرېدل نه دي په کار او خپل ښه کوښښ وکړې،،
دويم او اخرنۍ شل اوريز ميچ به په اتيشتم دسمبر د هند په احمد اباد ښار کې وي.

XS
SM
MD
LG