د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : ځانمرګي موټر بم برید درې تنه ووژل


نجیب الله الوخیل-خوست


نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۷نیمې بجې د زاړه هوايي ډګر په سیمه کې دامریکايي پوځیانو اډې (چف مین) په شرقي دروازه کې یو ځانمرګی موټر بم برید وشو، چې له کبله يې لږ ترلږه 3تنه مړه او 7تنه نور ټپیان شول.
ددې چاودنې غږ تر لیرو سیمو واوریدل شو . دخوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د دریو تنو وژل شویو کسان په اړه وویل ،چې دوه تنه دموټرو ډریوران او یو تن هم د ولایتي قواوو سره سرتیری دی . خو د ټپانو ددندو په اړه يې څه ونه ویل.

بلخوا مشال راډیو ته دبګرام له پوځي اډې څخه هم په لیږل شوي پیغام کې راغلي ،چې پدې پيښه کې 3 تنه افغانان وژل شوي او 7نور ټپیان شوي دي. په پیغام کې یادونه شوې ،چې پدې موټر بم کې امریکايي پوځیانو او نورو خارجیانو ته ځاني زیان ندی اوښتی. تر اوسه هم د برید په سیمه د امریکايي هیلي کوپټرې الوتې.
پدې برید کې یو شمیر هغه ملکي کسان او ماشومان هم برسیرن ټپیان شوي ،چې دپيښې له ځای څخه دتیریدو په حال کې وو.

دپيښې دوه تنه ټپیان ددرملنې لپاره په خوست ښار کې کمکي روغتون ته لیږدول شوي ،چې ټپونه يې ژور دي او دبې هوشۍ حالت لري.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو راډیو ته وویل ،چې دا موټر بم برید د دوی له لوري شوی دی. دیادونې وړ ده پدې وروستیو کې په خوست کې دا ډول پيښې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG