د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې کندهار تر منځ د پي ای اې الوتنې پیل شوې




خدای نور ناصر مشال راډيو

د کوټې له نړیوال هوای ډګر څخه سې شنبې په سهار لومړنی پرواز د افغانستان کندهار ته روان شو. او همداسې له کوټې تر کندهاره په اوونۍ د دوو پروازو پیل وشو. د کوټې په هوايی ډګر د پاکستان او افغانستان د چارواکو يوه ګډه غونډه شوې، چې په کې هغو مساپرو هم ګډون درلود، چې په همدې لومړنۍ الوتکه کې له کوټې کندهار ته تلل. تردې غونډې وروسته د پي ای اې مینیجنګ ډایريکټر کیپټن ریټایر محمد جنید رسنیو ته وویل؛ پي ای اې به راتلونکی کال نوري نوې لاري هم پرانیزي؛.

؛ دا نن ډېره تاریخي موقع ده. او موږ له خپل ګاونډي هیواد افغانستان سره خپلي اړيکې نور هم زیاتول غواړو. چې مخکې مو هم ښې اړيکي وې. نه يو اځې له افغانستان سره بلکې له ټولو ګاونډیانوسره موږ غواړو، چې ښې اړيکې مو وي. د پي ای اې همدا کار دی، چې له خپلو ګاونډیانوسره اړيکي نوري هم زیاتي کړي؛.

په کوټه کې د افغانستان قونسل جنرال غلام محمد بهادر بیا وویل؛ په نن ورځ دومره خوشاله دی، چې د خوشالۍ د اظهار ورسره ټکي نشته؛ خو د ده په وینا دا خوشالي به هله دوه چنده شي، چې د افغانستان هوايي شرکت هم د کوټې لپاره پرواز ولري.

؛ زه ډېر خوشاله یم. دا چې زموږ خلک په سړک ځي، نو ډېرې ستونځي ورته پېښېږي. تاسو ته به خپله هم معلومېږي. چې پر لاره څومره ستونځې دي. خو دا چې اوس به سړی له کوټې تر کندهاره په الوتکي کې ځي، نو ښه په اسانۍ سره به دا سفر کوي؛.

له کوټې تر کندهاره په همدې لومړني پرواز کې د کوټې يو ځوان ظفرخان کندهار ته روان وو، د نوي پرواز په اړه مشال ته وویل،

؛ زه کندهار ته روان یم. دا چې پر مځکنۍ لاره خلک له ډېرو ډېرو ستونځو سره مخامخ دي. بیلا بیلې پوستې دي، او پر هره پوسته تلاشۍ کېږي، نو دا ډېره ښه خبره ده، چې اوس دا نوی پرواز پیل شو؛.

له کوټې تر کندهار د پي ای اې الوتکه به په اونۍ کې د سېشنبې او زیارت په ورځ دوې الوتنې لري. چې د پي ای اې د چارواکو په خبره له کوټې تر کندهاره د يوې خوا کرایه يي لس زره يو نیم سل پاکستانۍ او د دواړو خواوو کرایه يې شل زره او درې سوه پاکستانۍ دي. چې ددوي په وینا له کوټې تر کندهار پورې به په يو ساعت او شل دقیقې کې رسېږي.

XS
SM
MD
LG