د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د انتخاباتو ځنډول د چا په ګټه دي؟





پامیر ساحل مشال راډيو

پراګ:- د تېرې شنبې یا خالي پر ورځ د پښتونخوا حکومت سینیېر وزیر بشیر احمد بلور وژنې په دې صوبه کې د امنیتي حالاتو په اړه پوښتنې پیدا کړې دي. همدا راز، شنونکي وايي چې په بلوچستان کې او کراچۍ کې هم خراب امنیتي حالات به د پاکستان د راتلونکو انتخاباتو له پاره لویې ننګونې وي.

په دې صورتحال کې د پاکستان د ځینو سیاسي او مذهبي ډلو له خوا هم داسې اشارې ورکړل شوې دي چې که انتخابات وځنډول شي نو ښه به وي. د مثال په توګه، د یکشنبې پر ورځ د پاکستان تحریک منهاج القران مشر ډاکتر طاهر القادري له کاناډا هیواد ته لاړ او هلته یې په لاهور کې لویه جلسه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې که انتخاباتي نظام یې نه وي سم کړی نو انتخابات دې وځنډوي.

پوښتنه دا ده چې ایا حکومت به انتخابات وځنډوي او که نه؟ د دې په ځواب کې په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کار پوهه ماروي سرمد وايي، په هیواد کې لا پخوا ښي لاسو سیاسي ګوندونو دا پروپیګنډه کوله چې حکومت انتخابات ځنډول غواړي خو د انتخاباتو ځنډول به د حکومت په ګټه نه وي:

((دا پروپیګنډه له ډېرو ورځو او میاشتو راهیسې روانه ده. هره پېښه به چې کېده نو ښي لاسي ګوندونو به ویل چې دا د حکومت سازش دی چې انتخابات وځنډوي. خو زما په خیال دا به د حکومت په ګټه نه وي چې انتخابات وځنډوي. د دې یوه وجه دا ده چې د هیواد خراب اقتصادي حالات به نور هم خراب شي او په سیاسي ډول به دا حکومت ته تاوان ورسوي. دویمه وجه دا ده چې که انتخابات ځنډول کېږي نو دا به لویو ګوندونو ته تاوان ورسوي ځکه چې که ځنډول کېږي نو درېیم قوتونه په ځانګړي ډول عمران خان او اوس ورسره طاهر القادري هم راغی، دوی به ځان مضبوط کړي.))

له ماروي سرمده مې وپوښتل چې که ښي لاسي ګوندونه د انتخاباتو ځنډولو په حق کې نه ول نو اوس یې دریځ ولې بدل شوی دی؟

نوموړې وايي، ټول ښي لاسي ګوندونه دا نه وايي، بلکې یوازې د عمران خان تحریک انصاف یې په حق کې دی.

ماروي وايي، جماعت اسلامي او جمیعت علماء اسلام دواړه د انتخاباتو ځنډولو مخالف دي.

نوموړې وايي، د طاهر القادري جلسې او هلې ځلې ډېرې د ارزښت وړ نه دي ځکه چې دی د ایسټیبلېشمنټ پر پخواني دریځ ولاړ دی.

نو ایا ایسټیبلېشمنټ هم غواړي چې انتخابات وځنډول شي؟

ماروی سرمد وايي، دلته یوازې د کورنیو مسایلو خبره نه ده بلکې د انتخاباتو ځنډول د بهرنیو له پاره هم ښايي ګټور وي:

((تاسې وګورئ چې په افغانستان کې چې له طالبانو سره د ناټو او امریکایانو خبرې روانې دي او دا هڅې کېږي چې په افغانستان کې باید یو نوی جوړښت تشکیل شي. که چېرې په پاکستان کې حالات هسې نه پاتې کېږي لکه اوس چې دي او څه لوی بدلون په کې راځي، نو دا نوی نظام یا جوړښت به خراب شي او یا به اغېزمن شي. د مثال په توګه، که نواز شریف وزیر اعظم کېږي نو په تېرو کالونو کې د نوموړي عمل او نظر داسې پاتې شوی دی چې د ایسټیبلېشمنټ له پاره به ستونزې پیدا کړي.))

د فرانسې خبري اژانس د شنونکو له خولې لیکي، په پاکستان کې حالات ریښتیا هم داسې دي چې ښايي انتخابات به وځنډول شي. ماروي سرمد وايي، که پوره ولس د پوځ شا ته ودرېږي او په شمالي وزیرستان کې سم پوځي عملیات وشي او بیا په اګست یا سېپټېمبر کې انتخابات کېږي نو دا به ښه وي، که داسې نه وي نو بیا د انتخاباتو ځنډول د لویو ګوندونو له پاره تاواني دي.

XS
SM
MD
LG