د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
نهه ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پخوانی
بل
ژوندۍ
ژوند ژواک
په سوات کې پوځي پاټکونه ډېر شوي خلک ترې ستونزې لري
دسمبر ۲۴, ۲۰۱۲
په سوات کې پوځي پاټکونه ډېر شوي خلک ترې ستونزې لري
چاپ کړئ
نياز احمد خان مشال ريډيو
د خیبر پښتونخوا په سېلاني سیمه سوات کې يوځل بيا پوځي پاټکونه سيوا شوي او د لټون عملیات روان دي. دغه پاټکونه د سوات لنډاکۍ، مينګوره، چارباغ، خواځه خيله، مټه ، تحصيل کبل او يوشمير نوروسيمو کې لګول شوي چې، پرې تلونکې او راتلونکې موتړې هم پلټل کېږي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د مېنګورې یو ډراېیور محمد نبي وايي، له مېنګورې تر خواځه خيله پورې په شل کلوميټره کې څلور چيک پوستونه لګول شوي دي چې له وجې ی ې دوی د نيم ساعت سفر په دوه او درې ساعتو کې په تيرولو مجبوره دي.
یو بل ډراییور فرمان علي وايي، چې په چارباغ کې له موټرو ښځې هم راکوزول کېږي او پوځیان یې تلاشيانې کوي. کله چې هم څه قسمه پيښه وشي ورسته دغه چيکپوستونه زياتېږي او د لټون دغه لړۍ نوره هم سخته کړل شي چې له وجې یې ځايي ولس له ستونزو سره مخامخ شي.
د سيدوشريف يو مزدور کار مراد علي وايي، چې دوی مزدوري ته روان وي چې د نيم ساعت لاره په څو ساعته کې تيروي چې له وجې یې روزګار ته هم ډير زيان رسېږي.
يو بل مشر سپينږيری ډراېیور رشيد خا ن وايي، چې چيک پوستونه د امنيت له پاره ښه دي خو کله هم چې یو څه وړه لويه پيښه وشي بيا ډير په تفصيل سره لټون او تلاشیانې پېل شي چې له وجې یې د دوی ډېر وخت ضايع کېږي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې په سوات کې د پوځ وياند کرنل ذيشان وویل، دوی ته احساس شته چې د خلکو وخت ضایع کېږي خو د خلکو امنیت ساتل هم د دوی ذمه واري ده. د هغه په خبره چې پوځ په تېرو څو ورځو کې وسله وال په نښه کړي او درې وسله وال یې هم وژلي دي.
په سوات کې څو ورځې وړاندې وسله والو په منګلور کې د امن کميټۍ غړۍ سردار احمد په یوه برید کې ووژلی چې وروسته پوځ په ټول سوات کې پاټکونه یا چيک پوستو سېوا کړل او په ځینو سیمو کې یې کور په کور د وسله والو په ضد د لټون عملیات هم دوام لري..
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
د امریکايي کانګرس غړی: افغانستان ته د ستنېدو لېوالتيا نه شته
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:15
0:00
د امریکايي کانګرس غړی: افغانستان ته د ستنېدو لېوالتيا نه شته
تفصیل...
نور له پښتونخوا او قبایلو
شمالي وزیرستان کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی
شمالي وزیرستان: هدفي برید کې ۱ کس وژل شوی، خیسور کې د یو سړي مړی موندل شوی
د شمالي وزيرستان ځينې خلک د احتجاج په توګه ماشومانو ته پوليو واکسين نه ورکوي
شمالي وزیرستان کې دوه پوځيان وژل شوي، جرګې د دايمي اوربند غوښتنه کړې
نور ولولئ
بیرته پورته
XS
SM
MD
LG