د لاسرسي ځای

تازه خبر

هغه کله هم ځان د خپل ښار او خلکو نه وو بېل کړی


رياض موسه خېل مشال راډیو

اسلام اباد: د عوامي نشنل ګوند سره تعلق لرونکې د خېبر پختونخوا سېنئر وزير بشير احمد بلور د اګست په لومړۍ نېټه کال ۱۹۴۳ م کښې زېږدلې وو.

ده خپلې لومړۍ زده کړې د پېښور د سرکاري سکول او لوړې زدکړې د اېډورډز کالج نه ترسره کړې وې. د دې سره سره نوموړي د وکالت سند هم لرلو او د پېښور بار غړې وو.

د بشير بلور تعلق د يو کاروباري ، سياسي او سماجي کورنۍ سره وو او دې د رېلوې د وفاقي وزير غلام احمد بلور او سېنټر الياس بلور کشر ورور وو، نو ځکه یې په کور دننه سياسي روزنه شوې وه او د ديرش کالو په عمر کښې یې عملي سياست ته لاس واچولو او د عوامي نشنل ګوند سره شامل شو.

بشير بلور د کال ۱۹۹۰م راپه دېخوا پنځه وارې پرله پسې د پېښور نه د صوبائي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې وه او دغه رنګ د ۲۰۰۸ م د انتخاباتو وروستو نوموړی د خېبرپختونخوا د بلدياتو او سېنئر وزير وټاکلې شو.

بشير بلور د ترهه ګرۍ خلاف ډېر په نره او جار آواز پورته کړې وو او دعوامي نشنل ګوند په هغه يو څو مشرانو کښې وو چې پخپله به د پېښې ځائې ته رسېدو.
دده په خبره د ګور شپه په کور نشي تېرېدې او دا چې تر مرګه به د ترهه ګرو سره مقابله کولې شي.

د بشير بلور د ژوند ژواک په اړه مشال رېډيو سره خبرو کښې هم دده د ګوند سره تعلق لرونکې د قامي اسمبلۍ ممبرې بشره ګوهر ووئيل چې هغه کله هم ځان د خپلې حلقې او خلکو نه نه دې بېل کړې او دغه وجه ده چې ولس هم په هغه ډېر اعتماد کولو او کله یې هم خپله چوکۍ نه ده بائللې.

د پختونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سېکټري اکرم شاه د ارواښاد د سياسي ژوند په اړه وویل چې بشير بلور په هغه وخت کښې سياست پېل کړې وو کله چې په دې ټوله منطقه کښې د ترهه ګرۍ تخم نال شوی وو او ترهه ګرو په افغانستان کې خپلې کاروایانې پیل کړې وې.

دغه رنګ د جميعت علما اسلام ف ډلې د خبرتياو سکتر جليل جان وایي د بشير بلور مرګ سره نه يوازې نشنل ګوند بلکه ټول پېښور د يو نر او ښه لېډر نه محرومه شو.
د بشير بلور په مړينه د صدر، وزيراعظم اوداخله وزير په ګډون د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو او کارمندانو او د افغانستان اولسمشر حامد کرزئۍ د خفګان څرګندونه کړېده او دا پېښه ئې غندلې ده.

نن په ټول پاکستان کې قامي بېرغ هم نيم ښکته کړل شوی دی.
XS
SM
MD
LG