د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا په ولسوالیو کې روغتیايي اسانتیاوې نشته


داود تپان

ګردېز - د افغانستان پکتيا لرو پرتو غرنيو ولسواليو او مرکز ګردېز اوسېدونکي شکايت کوي چې د ژمي له را رسېدو د روغتيايي اسانتياو د کمښت او نشتوالي له امله له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي.


د خلکو دا شکايتونه د عامې روغتيا رياست چارواکي هم مني او وايي چې په پرله پسې ډول يې د عامې روغتيا له وزارته غوښتنه کړې چې په دې ولايت کې د خلکو د روغتيايي ستونزو د کمولو په موخه د کلينیکونو او روغتونونو د بسترونو او امکاناتو زياتوالي ته جدي پاملرنه وکړي، خو لا يې هم د عامې روغتيا له وزارته مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د پکتيا لژې منګل، احمدخېل، جانيخېلو او ورڅېرمه څو نورو غرنيو ولسواليو اوسېدونکي په بیا بیا شکايت کوي چې د کليو او بانډو کلینيکونو د غير فعالېدو له وجې يې ښځينه ولادي ناروغانې په لارو کې مري او يا له نورو ګڼو ستونزو سره مخامخېږي.

د سيمې اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو د غير فعال کلينیکونو په اړه اندېښنه لري او وايي، د واورو اورښت او لارو خرابوالي له امله نه شي کولای ولادي ناروغان په خپل وخت د څمکنيو ولسوالۍ روغتون او يا هم مرکز ګردېز ته د درملنې په خاطر ولېږدوي.

دوی وايي دولت يې تر دې مهاله روغتيايي مرکزونو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې، په سيمه کې شته کلينیکونه يې چې عصري او مجهزې ودانۍ ورته د مرستندويه ادارو له خوا جوړې شوې دي غير فعال او ناروغان يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي :
((نوم مې طاهر دی زموږ د مريضانو تداوي سمه نه کېږي، ټول کلینيکونه تړل شوي، نوم يې شته کلینيک نشته)).

یو بل کس وايي: (( زه حاجي شا ولي خان [یم]، کلينیکونه مو [ځینې] بند دي [ځینې] توی وړي دي. چې [کله] زنانه په دې لارو کې لرو کلینيکونو ته [ور وړو]، يا مو زنانه له منځه ځي او يا بل مشکل جوړېږي، هیڅ کلینيک نه لرو.))

يوازې د دې څو ولسواليو اوسېدونکي نه دي چې د لازمو روغتيايي اسانتياو له نشتوالي سر ټکوي د پکتيا ګڼو سيمو اوسېدونکي يې په شته فعالو روغتيايي مرکزونو کې له خراب روغتيايي وضعيته ځورېږي او وايي، د روغتيا رياست چارواکي يې روغتيايي مرکزونو ته لازمه پاملرنه نه کوي او نه ورسره ډاکتران سم چلند کوي:

((زه درې وارې شفاخانې ته ورغلی يم، نه يې دوا راکړې نه يې زما خدمت کړی دی؛ علاج نشته.))

یو بل تن وايي: ((زه خان جان د لژې منګل د خرګي کلي اوسېدونکي يم، د شپې ۱۰ بجې څمکنيو شفاخانې ته ورغلي وو، ډاکتران نه ول؛ بيرته دلته ګردېز ته راغلو.))

یو بل کس مشال راډیو ته وویل: ((زما نوم عتيق دی په سيد کرم ولسوالۍ کې کلینيک شته، خو نه په کې دوا شته او نه هم ښځينه ډاکترې او قابله ګانې؛ خلک له مشکلاتو سره مخامخ دي، کله چې خلک د شپې ولادي مريضان وړي يا به يې ګردېز ته وړي او يا شخصي کلینيکونو ته.))

د عامې روغتيا سرپرسته مشره ډاکټر نازدانه پکتياوال مني چې خلک په لرو پرتو سيمو کې ښايي له ستونزو سره مخامخ وي.

نوموړې وايي، په ولايت کې يې د مور او ماشوم د ۲۰ بسترو روغتون په ګډون اته روغتيايي مرکزونه غير فعال دي :
((د مور او ماشوم د شل بستريز روغتون په ګډون مو په ټول ولايت کې اته روغتيايي مرکزونه غير فعال دي خلک به رښتيا هم له مشکل سره مخامخ وي.))

نازدانه پکتياوال د خلکو شکايتونه پر ځای ګڼي او وايي، د خلکو د ستونزو هواري په موخه يې په پرله پسې ډول د عامې روغتيا له وزارت سره د يادو غير فعالو کلينیکونو او مرکزي روغتون د بسترو زياتېدو خبرې شريکې کړې دي خو په مرکزي روغتون کې اضافه شوي بسترونه ورته لا هم کافي نه دي:

((موږ د ورځې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ناروغان لرل. وزارت ته مو په وار وار رپورټ ورکړی چې له ستونزو سره مخامخ شوي يو، نو موږ ته يې ۲۰ بستره اضافه وکړه چې اوس هم دا بس نه دي او موږ له مشکلاتو سره مخامخ يو.))

نوموړې زياتوي چې د غير فعال کلينیکونو د فعالېدو په برخه کې دوی د ولسي جرګې له وکيلانو، مشرانو جرګې استازو او ولايتي شورا له غړو سره په بیا بیا ناستې کړې دي.

نوموړې زياتوي، د ولايتي ادارې په مرسته يې هڅه پيل کړې چې د عامې روغتيا وزارت ورته د يادو روغتيايي مرکزونو د فعالېدو په خاطر بوديجه ځانګړې کړي، چې وکولای شي د دې کلینيکونو له پاره ډاکتران، قابله ګانې او اداري کار کوونکي پيدا کړي.
XS
SM
MD
LG