د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واڼه چاودنې یو طالب کمندان ووژلی






د شمالي وزیرستان په واڼه کې له یوې بمي چاودنې د پاکستانیو تندلارو طالب وسله والو د یو ه کومندان په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور پرهرژلي یا ټپیان دي.

په ډېره اسماعېل خان کې د پاکستانیو استخباراتي ادارو چارواکي او د واڼه ځايي خلکو د مشال راډیو خبریال سېلاب مسود سره په خبرو کې وویل، چې بمي چاودنه غرمه مهال څه باندې یوولس بجې د واڼه په رستم بازار کې د یوه ځايي طالب کمندان مولوي عباس په دفتر کې وشوه.

په چاودنه کې مولوي عباس د هغه زوی او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول.

د واڼه یوه ځايي خبریال حفیظ الله هم له له مشال راډیو سره د پېښې پخلی وکړ.

تر اوسه لا هیچا هم د دغه چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۹مه نېټه هم په واڼه کې یوه ځانمرګي بمي برید چې هدف یې ځايي طالب کومندان مولوي نذیر وشوله چې په کې اته کسان وزل شوي ول او ۱۲ نور یې ژوبل کړی ول خو خپله مولوي نذیر ترې روغ راوتلی وو.

XS
SM
MD
LG