د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د وتلو هرکلی کوو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د برتانيیا له لورې په دې هيواد کې د پوځيانو د شمير ې کمولو د اعلان هر کلی کړی دی.

د برتانيیا لومړي وزير ډېویډ کيمرون پرون اعلان وکړ ، چې د ۲۰۱۳م کال تر پايه به په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو شمير شاوخوا پنځه زره دوه سوه ته راکمه کړل شي.

د افغانستان د ولسمشر له دفتره په ننني جاري شوي بيان کې حامد کرزي ویلي، افغان ځواکونه تيار دي چې امنيت یقيني او هيواد و ژغوري. نوموړي امنيتي ذمه واراني افغان ځواکونو ته د سپارلو په لړ کې د برتانيیا فيصله ډيره پر وخت و بلله.

بل لور د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي روئټرز خبري اژانس سره په نننی مرکه کې د برتانيیا د پريکړې هرکلی کړی دی. نوموړي ويلي د هلمند ولايت په هغو سيمو کې د امنيت وضع پنځلس فيصده ښه شوې ده چې ذمه واري یې افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

XS
SM
MD
LG