د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘مرستندویه کارکوونکي باید له سیاسي مداخلې ازاد وي’




په دې تېرو ورځو کې په پاکستان کې د ګوزڼ ( پولیو) ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوونکي اته کسان ووژل شول.

همدا راز، د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په کاپیسا ولایت کې یوه ۲۰ کالنه نجلۍ چې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکي یې ورکول، ووژل شوه.

دې وروستیو پېښو ته په کتو سره، د روغتیا نړیوالې ادارې، د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې یونیسیف او د پاکستان حکومت د خلکو په کورونو کې د پولیو واکسینو ورکولو په ګډون خپل نور روغتیايي کارونه ځنډولي دي. دا ادارې د خپلو روغتیايي کار کوونکو د ژوند په اړه اندېښمنې دي.

په افغانستان او پاکستان کې روغتیايي کار کوونکو مشال راډيو ته ویلي، دوی په هغو سیمو کې ډېر ګواښ محسوسوي چې په کې د دوی د کار تر څنګ د وسله والو پر ضد عملیات هم روان وي.

دوی وايي، وسله وال مرستندویه کار کوونکي له استخباراتي اېجنټانو او پوځیانو سره تړي.

د یونیسیف یوه ویانده سېرا کرو وايي د مرستندویه کار کوونکو تر ټولو ښه ساتنه هغه وخت کېدای شي چې د دوی د کار سیمه باید له پوځیانو ازاده وي:

((روغتیايي یا مرستندویه کار کوونکي، په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوونکي، باید هر وخت وساتل شي. او د دې مانا دا ده چې په هغو سیمو کې چې دوی کار کوي باید له هر ډول سیاسي مداخلې ازادې وي. ځکه چې هغه ځای چې په کې بشري کار کېږي هغه سپېڅلی دی او باید همداسې پاتې شي. د دې وجه دا ده چې دا یوازې د روغتیا، یا د ګوزڼ مخنیوي واکسین ورکوونکو او روغتیايي کار کوونکو د ژوند خبره نه ده بلکې د هغو ماشومانو د ژوند خبره ده چې دا کار کوونکي یې خدمت کوي.))

مصطفا قادري د بښنې په نړیوال سازمان کې څېړونکی دی. دی وايي، په افغانستان او پاکستان کې پوځي عملیاتو د روغتیايي کار کوونکو او پوځیانو تر منځ فرق تقریباً ختم کړی دی:

((د فرق کرښه تته شوې ده. یقیناً په افغانستان کې ځکه چې هلته تر ډېره حده په ارادي توګه په شخړه کې د مقاصدو تر لاسه کولو له پاره د مرستندویه کسانو کارولو هڅه شوې ده. د دې عمل پر خلکو عملي اغېز ډېر خراب کېدای شي.))

مصطفا قادري په دې ترځ کې د ډاکتر شکیل اپریدي مثال ورکوي او وايي، د اسامه بن لادن پیدا کولو له پاره د هغه استعمال پر هغو پاکستانیانو منفي اغېز کړی دی چې واکسینو او روغتیايي مرستو ته یې ضرورت در لود.

هلته د روغتیا نړیوالې ادارې ویاند طارق جسارېوېک وايي، په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسین ورکولو پروګرام له ځنډولو سره به هغه پرمختګ په شاتګ بدل شي چې په دې هیواد کې د دې ناروغۍ ختمولو له پاره شوی دی ځکه چې د ۲۰۱۱ز کال پرتله سږ کال ډېر کم کسان د پولیو په رنځ اخته شوي دي.

په ۲۰۱۱ز کال کې ۱۹۰ کسان ګوزڼ وهلي ول، او په ۲۰۱۲ز کال کې یوازې ۵۶ کسان ناروغه شوي دي. همدا راز، افغانستان او نایجیریا د نړۍ دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ رنځ په کې لا موجود دی.

XS
SM
MD
LG