د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات نینګولی سکول وداني غواړي



نياز احمدخان مشال ريډيو

د خیبر پښتونخوا په سوات تحصیل کې د کبل نینګولې سیمه کې څه ناڅه سل ماشومان د خېمو سکول کې زدکړې کوي. که څه هم د حکومت په ۱۹۸۰م کال د دغه سکول د ودانۍ منظوري ورکړې وه خو تر دې دمه یې لا وداني نه ده جوړه شوې. دغه سکول نه یوازې دا چې وداني نه لري بلکې ماشومان په شلېدلو تامبوګانو کې په ساړه یخ او سخته ګرمي کې زدکړې کوي.

د نینګولې سکول یو استاد صلاح الدين وايي، چې” د تامبوګانو سکول دی، ډېرې ستونزې لرو، کله چې ګرمي شي یا ساړه شي، نو ماشومان چټي(رخصت) کړو. د ماشومانو لپاره نه د څکلو پاکې اوبه شته، او نه هم نورې اسانیتاوې شته، چې له وجې یې یو شمېر ماشومانو سکول پرې اېښی دی او بل د ماشومانو حاضري هم ډېره کمه وي. “

د دريم جماعت يوه ذده کونکې شایسته وايي،” چې دوی له سبق سره ډيره مينه لري او چې لسم جماعت پاس کړي نو استاده به جوړېږي خو د دوی سکول وداني نه لري. د کلي څاروي هم دلته څري. کله چې باران وي نو سکول ته نه راځي. دغه تنبو هم راڅاڅي او يخني هم په کې ډيره وي. “

د کلي يو اوسيدونکې ضياء الرحمان وايي،”د کلي يوتن حکومت ته د سکول ودانۍ له پاره زمکه هم مفت ورکوي خو په کار ده چې حکومت دې دغه ذده کونکو ته وداني جوړه کړي.“

د سوات ضلعې مشر ډي سي او کامران رحمان وايي چې دوی له تعليم محکمې څخه راپور غوښتی دی او د دغه سکول ماشومانو ته به د ودانۍ جوړولو بندوبست ډير زر وکړي.

د نینګولې اوسيدونکي وايي چې حکومت له دوی سره بيا بيا د وداني جوړه ولو وعدې او لوظونه کړي خو تردې دمه هیڅ عملي ګام نه دې پورته شوی.

XS
SM
MD
LG