د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه سندرغاړي امن په سندرو غواړي




هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- په دې وروستيو کې پښتنو سندرغاړو په خپلو يو شمېر نويو سندرو کې د امن لپاره غږونه پورته کړل. دوئ وايي د خپل هنر له لارې غواړي نړۍ ته د پښتني قام سپېڅلې او سوله ييزه څېره وښيي.

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې ځوان سندرغاړی راشد خان، چې نوی نوی د پښتو موسيقۍ ميدان ته راغلی دی او د عقاب بينډ په نوم يې په پېښور کې ځانته د موسيقۍ يوه ځانګړې ډله جوړه کړې، وايي د امن پيغام خپرولو کې يو سندرغاړی ډېر څه کولی شي.

((د يو سندرغاړي مثال د يوه قومي ليډر دی. سندرغاړی بايد د امن لپاره سندرې ووايي. يو سياستوال دغه کار دومره ښه نه شي کولی، ځکه چې هغه خو يو تقرير وکړي او خبره تېره شي. د دې برعکس يوه هنرمند ويلې سندرې خلک بار بار اوري او د هغه په ورکړي ښه پيغام عمل کولو ته اړ کېدای شي. زموږ د ټولنې چې کومې بدې خبرې دي، يو هنر مند بايد په خپلو سندرو کې د هغو يادونه وکړي او دغه شان په ولس کې يوه پوهه او شعور پيدا کړي.))

د پېښور په اسلاميه کالج کې د پښتو ژبې استاد او نوموتی شاعر او ليکوال اباسين يوسفزی په پښتنه خاوره راغلي د ترهګرۍ ناورين ته په کتنې نه يوازې د سيمې له موسيقارانو او سندرغاړو بلکې له نورو اعلی هنرونو سره له تړليو وګړيو هم غواړي چې د امن په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

(( د موسيقۍ او شاعرۍ دننه که په هره موضوع خبره وشي نو هغه فايده کوي. اوس چې موږ وايو ترهګري ده او يا دا چې خلک له مايوسۍ سره مخ دي، نو زه ګڼم چې په داسې حال کې تخليقي فنکارانو ټول عمر کوشش کړی دی چې د ولس هغه مسالې راواخلي او ورته يې داسې په اغېزناکه توګه ورسوي چې د هغه مسالو حل هم راوځي او ولس ترې خوند هم واخلي. د پښتو متل دی چې، ځای هغه تود وي چې اور پرې بل وي. زموږ سيمه چې له تېرو دېرشو کالونو راهيسې له کومو حالاتو سره مخ ده، نو په دې کې دغه شاعران، موسيقاران، سندرغاړي او مصوران، په کار ده چې خپل کردار ادا کړي.))

د راډيو پاکستان پېښور څانګې پخوانی ډايريکټر او د کلتوري چارو څېړونکی نثار محمد خان بيا په ځانګړې توګه د پښتنو دوديزه اتڼونه يادوي او وايي چې بايد نړۍ ته وړاندې او په ترڅ کې يې د پښتني ټولنې سوله ييزه بڼه ښکاره کړل شي.

((په دې رقص کې د امن يو تال دی، يو لی ده، يو اواز دی. په دې ټولو تالونو کې پټ د سولې پيغام که چيرې موږ دنيا ته ورسوو، نو کېدلای شي د راتلونکي کول لپاره د امن يو داسې ځای او کلی جوړ کړو چې ښکلې ښکلې سندرې هم په کې وي. غواړو چې د خپلو کلتوري شتمنيو له لارې نه يوازې د سيمې بلکې د نړۍ خلکو ته د امن پيغام ورکړو.))

بايد وويل شي، د خيبر پښتونخوا حکومت په دې وروستيو کې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د پښتو موسيقۍ د پروګرامونو يوه لړۍ پيل کړې، چې ويل کېږي هدف يې د ولس له زړونو او ذهنونو له ترهګرۍ سره تړلې ويرې ترهې لرې کول دي.




XS
SM
MD
LG