د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود: د بمي چاودنې د وژل شویو شمېره ۲۱، ژوبل ۶۰





د جمرود بازار په پرونۍ موټر بمي چاودنه کې د وژل شوؤ شمېره ۲۱ ته رسېدلې او څه باندې ۴۰ ژوبل دي.

د جمرود مرستيال پوليټکل ايجنټ جهانګير اعظم وزير له مخې په دې پيښه کې د کوکي خېل ، زخه خېل او د افغانستان د يوې کورنۍ کسان وژل شوي دي چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د وژل شوو کسانو جنازې شوي او په خپلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي او د افغانانو د يوې کورنۍ پنځه مړي يي د افغان قونسلګرۍ په وسيله خپلو خپلوانو ته سپارلي دي .د جمرود يو اوسېدونکی ميا جان اپريدی وايي، نن په سيمه کې وير دی او بازارونه تړل شوي دي.


د خېبرپوليټکل چاواکي وايي، په وژل شوو کسانو کې د هر يوه کورنۍ ته يي يو لاک او د ژوبل شوو کورنېو ته يې پنځوس پنځوس زره روپۍ په سمدستي توګه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG