د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ هنرمندان لاهم په ویره کې دي


هارون باچا / مشال راډیو


پراګ :- د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د پاکستان د حکومت او پوځ د امن پر ځای کولو د ادعاو سربېره د دغې سيمې هنرمندان لا هم خپلې هنري هلې ځلې په ازاد مټ پر مخ نه شي وړلی.


سردار يوسفزی، چې د ملاکنډ يو پېژندل شوی سندرغاړی دی، وايي نامالومه کسان ورته د موسيقۍ پرېښودلو لپاره ټيليفونونه کوي او دا چې ژوند يې خوندي نه دی.

(( زه به تاسو ته يوه داسې خبره وکړم چې لا تر نن ورځې مې چا ته نه ده کړې. ما ته اوس هم وخت په وخت ټيليفونونه کېږي، د موسيقۍ ترک کولو دړکې راکوي. خو ما د دغه خلکو خبرې نه دي منلي. خپل احتياط کوم، ګرځېدل مې لږ محدود کړي دي. زه يوازې هغه ځای ته د پروګرام لپاره ځم چې ډاډه يم هلته يې کولی شم. او هغه پخوا چې به مو په ډاګه موسيقي کوله، نو هغه رقم محفلونه اوس په نيشت برابر دي.))


سردار يوسفزی د سيمې نورو هنرمندانو ته ورپېښې امنيتي ستونزې هم په ډاګه کوي او وايي،

((زموږ د موسيقۍ دغه ملګري چې دي، خلکو ترې په دير او نورو شاوخوا سيمو کې د موسيقۍ آلات واخيستل او ورته يې مات کړل. د شپې پياده سفرونه کوي. ما ته راشي او خپل غم راسره شريک کړي. که څه هم دوی کوشش کوي چې دغسې ستونزې ورته پېښې نه شي، خو بيا هم ورسره مخ شي.))

په سردار يوسفزي او د ده په ملګرو په ۲۰۰۸ م کال کې وسله والو هغه وخت بريد وکړ چې د دير په يوه کلي کې د موسيقۍ له يوه محفل کولو وروسته بټ خېلې ته پر لاره وو. په دغه حمله کې د نوموړي د موسيقۍ د ډلې يو ملګری ووژل شو او بل سخټ ټپي شو.

هم په بټ خېله کې د پښتانه ادبي ملګري (پام) په نوم د ادبي ټولنې مشر ديدار طاير وايي چې د سيمې خلک لا هم وېرېدلي ترهېدلي دي او زياتوي چې د دوی د ادبي او کولتوري پروګرامونه هغه زوړ خوند پاتې نه دی.

((تاسو يقين وکړئ چې هغه د بټ خېلې بازار، چې په کې به د شپې تر ناوخته يو رونق جوړ و، اوس د ماخوستن له بانګ سره خالي شي. هم دغه له ترهګرۍ سره تړلې د خلکو وېرې ترهې دي چې د خلکو ژوند يې مفلوج کړی دی. موږ چې به پروګرامونه کول نو عام خلک به په کې راسره شريک ول. اوس ورڅخه زياتره له دې وېرې چې امنيتي ستونزه به ورته پېښه شي، زموږ خوا ته نه راځي.))

ديدار طاير په داسې حال کې چې وايي د دوی ټولنه تر خپله وسه د سيمې له هنرمندانو سره مرستې کوي، وړانديز کوي چې هنرمندان خپلې امنيتي ستونزې بايد د سيمې له پوځي چارواکو سره شريکې کړي.

((دې هنرمندانو ته چې کله هم څه تکليف وي، نو زموږ د ټولنې ملګري يې تر څنګ ولاړ وي. که فرض کړه دوی څه خطر محسوسوي او يا ټيليفونونه ورته راځي، نو د دې خو ډېرې لارې دي. دوی کولای شي چې پوځيانو ته لاړ شي. هغوی د شپې او ورځې ګشت کوي، او ويلي يې دي چې که څوک امنيتي خطر احساسوي نو موږ ته دې راشي او دا چې پوره مرسته به ورسره کولی شي.))


د سردار يوسفزي د فن په پر وړاندې پرته ستونزه مو په سوات کې د پاکستاني پوځ له وياند کرنل ذيشان سره شريکه کړه. نوموړي د سوات او ملاکنډ د امنيتي حالت له امله ډاډ څرګند کړ او له يوسفزي يې وغوښتل چې د ده له دفتر سره رابطه وکړي.

((بيخي هيڅ مسئله نشته. څه موده مخکې موږ په سوات کې يو غټ پروګرام وکړ او اوس هم کولتوري پروګرامونه کېږي. دغه هنر مند ته ووايئ چې موږ ته راشي څو وګورو چې ده ته ټيليفونونه څوک کوي. زموږ له نظره خو حالات بلکل صحيح دي. خلکو ته د تګ راتګ ، د خپلو کارونو کولو او د کولتوري هلو ځلو پوره ازادي حاصله ده. ده ته ووايئ چې وېرېږي دې نه، او زموږ لخوا چې هره ممکنه مرسته وي، ورسره کوو يې.))

د خيبر پښتونخوا حکومت په عين وخت کې د کولتوري او موسيقۍ د پروګرامونو په کولو سره غواړي د صوبې هنرمندان هنري هلو ځلو پيلولو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG