د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان دویزو سیسټم اسانوي


واګا په پوله مساپر اوړي
واګا په پوله مساپر اوړي

پاکستان او هندوستان د دواړو ملکونو ترمنځ د سفر اسانولو لپاره د ويزې په نوي سيسټم رامنځته کولو سلا شوي دي .

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير، رحمان ملک پرون د هند په سرښار، نوي ډیلي کې د خپل هندوستاني سيال ( سوشیل کمار شينډي ) سره، پر يو تړون لاسليک وکړ چې تر مخه به يې د ويزې ورکولو پروسه اسانه شي.

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير پرون وويل چې د دواړو ملکونو ترمنځ د خبرو اترو او اړيکو زياتيدو سره د سولې خوا ته تګ کې ښه پرمختګ شوی دی.

په تاريخي لحاظ درقیبو هیوادونو، هندوستان او پاکستان ترمنځ اړيکې په ۲۰۰۸ کال کې له هغه وروسته خرابې شوې چې د ممبۍ په ښار کې د لسو تورنو پاکستاني بريدکوونکو له خوا يو سل او شپږ شپيته کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG