د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما:دماشومانو په نخښه کیدودټول قام زړه مات شوی


ویر ژن امریکایان چې یادې پېښې ډیر لړزولي دي
ویر ژن امریکایان چې یادې پېښې ډیر لړزولي دي

د امريکا ولسمشر دغلته يو سکول کې د شپږ ویشتو کسانو تر وژل کيدو وروسته ويلي چې د، دا قسمه پيښو د مخنيوي لپاره بايد کوټلي ګامونه واخيستل شي.

باراک اوباما دا خبرې، وروسته له هغې په يوه ټيليويژني وينا کې وکړي چې د امريکا د ( کنيک ټيکټ ) په يو ايليمنټري سکول کې پرون يو هلک ناتاره ډزې وکړې او شپږ ویشت کسان یې ووژل چې شل پکې ماشومان وو.

امريکايي ولسمشر په داسې حال کې چې جذباتې او درديدلی ښکاريده، وويل چې د ټول قام زړه مات دی.

((د يو ملک په حیث، موږ دا قسمه ډيرې پيښې ليدلي. داسې پيښې د نيوټن په يو سکول کې، د اوريګان په يو مارکيټ کې، د ويسکانسين په يو عبادت ځای کې، د کولراډو په يو سينما کې او يا هم شيکاګو په مشرقي سيمه کې شوي، دا زموږ ګاونډ دی او دا ماشومان زموږ ماشومان دي. موږ بايد سياست ته پام ونه کړو او د دغسې دردونکو پيښو د مخنيوي لپاره بامعنی ګامونه واخلو.))

پوليس وايي بريد کوونکی، شل کلن ( ايډم لانزا ) وو. نوموړي اول خپل کور کې خپله مور وژلي او بيا وروسته يې دې سکول کې د شپږ ويشتو کسانو تر وژنې وروسته خپل ژوند هم اخيستی.

د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو ولسمشرانو پر پيښه خفګان ښودلی او امريکايانو سره يې خپلې همدردۍ شريکې کړي.

XS
SM
MD
LG