د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د پاکستاني استخباراتو یو غړی وواژه




تحریک طالبان پاکستان وايي، چې د ژوب له ګل کچ سېمې د پاکستان استخباراتی ادارې له تېښتول شویو دوو کارکونکو څخه یو یې دوی ووژلی .

تېره ورځ په سیمه کې د استخباراتي اداری یو چارواکي مشال ریډیو ته وویل، یو مړی د کجورې امنېتی پوستې ته څېرمه موندل شوی چې د ده په وینا وژل شوی کس د حساسې اداری غړی وو.

بلخوا تېر مازېګر ناڅرګنده وسله والو په مېرعلی سړک د پاکستاني پوځ د تعمیراتې ادارې ایف ډبلیو او پر کارکونکو ډزې کړې دي.

په سیمه کې پولیټیکا انتظامییه وایي چی ېو اهلکار مړ او ۳ ژوبل دي. نا معلومه وسله وال د پيښې له ځاییه په تیښته بریالي شوي دي

XS
SM
MD
LG