د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني پښتانه فرهنګيان وايي،د کار مخه یې نیول کېږي





د غزني ولايت پښتانه ليکوالان او شاعران وايي چې د دغه ولايت له لوپوړيو چارواکيو رانيولې تر عادي مامورينو پورې ټول يې د فرهنګي هڅو مخه نيسي او په يو يا بل نامه يې تورنوي.

دوی وايي ځينې نورو ادبي او فرهنګي ټولنو ته په ولايت مقام کې د ننه غونډې جوړېږي، جرېدې او مجلې ورته دولت چاپوي خو زموږ غونډې څوک د ښار په هوټلونو کې يې هم نه پرېږدي.

د دوی په خبره په تېرو څو کالو کې يې څو فرهنګي ټولنې جوړې کړې خو هر ځل د چارواکيو له خوا د ورته جوړو شويو ستونزو له امله بېرته ورڅخه لاس واخلي.

د غزني د کليوالو ادبي ملګريو د ټولنې غړی جميل وقار وايي چې نه يوازې دولتي چارواکي يې د کارونو مخه نيسې بلکې ځينې نورې کړۍ هم شته چې په پښتنو ليکوالانو يې ښه ورځ نه لورېږي.
دی وايي زموږ په مخ د کې د خنډ اچوونکيو نادولتي کړيو په اړه مو څو ځله د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ګيله کړې ده خو تر اوسه مو چا په خبره پسې سر نه دی ګرځولی.

(( ډېر وخت په غزني کې د فرهنګي او ادبي کارونو مخنيوی کېږي. دوی نه غواړي چې غزنی په دوه زره ديارلسم کال کې په فرهنګي ډګر کې د اسلامي هېوادونو استازيتوب وکړي، موږ د اطلاعاتو او کلتور له وزارت او د غزني د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه په ټينګه غوښتنه کوو چې، داسې څوک پرې ږدي چې زموږ د کلتوري هڅو مخه نيسي ))

د غزنې د همدې ټولنې يو بل غړی غني خان وايي چې له موږ پرته نور کسان اته ټولنې لري چې د اطلاعاتو او کلتور رياست يې سم ملاتړ کوي خو موږ چې په ټولو يوه فرهنګي ټولنه جوړه کړې د ټولو ورباندې سترګې سوځي.

(( په وار وار دغسې ستونزې راته جوړې شوې دي. موږ چې هره غونډه کړې په ځان پسې يې حيران کړي يو.داسې نه ده چې ټول ليکوالان دغه ستونزې لري. دا مهال تاجک وروڼه اته ټولنې لري، په ولايت مقام او حرم سرای کې غونډې ورته جوړېږي، جريدې او مجلې يې دولت ورته چاپوي خو موږ که په يو هوټل کې هم غونډه وکړو نه مو ورته پرېږدي.))

خو د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميد الله سروري بيا وايي چې د ژبې او توکم په اساس له چا سره ښه يا بد نه کوي.

دی وايي ځينې داسې ټولنې چې څو کسانو جوړې کړې وي او په خپل سر ادبي هڅې کوي، غونډې يې په هوټلونو کې وي نو خامخا به ورته امنيتي ستونزې جوړېږي.

(( د فرهنګي په نامه چې هرڅوک کومه ټولنه يا غونډه جوړوي بايد موږ خبر کړي، موږ به خپل استازي هم ور لېږو خو چې دوی په خپل سر غونډې کوي نو خامخا به ورته مزاحمت جوړېږي.))

په غزني کې په څو تېرو څو کالو کې سر په سر پښتنو ليکوالانو څو فرهنګي او ادبي ټولنې جوړې کړې خو د ورپېښو ستونزو له امله يو په بل پسې شنډې شوې دي.

اوس هم په غزني کې د پښتنو ليکوالانو څو ادبي ټولنې فعاليت کوي خو له کليوالو ادبي ملګرو ماسېوا نورې يې نه کوم ځانګړی د راغونډېدو ځای لري نه يې هم غونډې په ټاکلي وخت کېږي.

سید شاه سقیم مشال راډيو غزنی

XS
SM
MD
LG