د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتوخوا کې د لرغوني آثار خوندي کړل شي"


د پښتونخوا د چارسدې په تخت بۍ کې د بدهايي مذهب لرغونې سټوپاګانې
د پښتونخوا د چارسدې په تخت بۍ کې د بدهايي مذهب لرغونې سټوپاګانې



فرخنده وزیر مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا حکومت وایې دوی کوشش کوي، د دغه صوبې ټول تاریخې او کلتورې ځایونه محفوظ کړي، او په خلکو کې د دوی د پوهې او شعور پیدا کولو لپاره هم له د ۲۰۰۸م کال راهیسې هڅې کوي.

په یولسم دسمبر د دغه صوبې حکومت د هند د فلمي هنر مند دلیپ کمار د نویمې کلیزې دستوره په پیښور پریس کلب کې ولمانځله. دلیپ کمار د پیښور د محله خداد سره تعلق لرلو او هلته یې کور اوس هم موجود دی. د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، دوی به ډیر زر دغه کور یوه تاریخي او کلتوري ورثه وګرځوي.

د صوبې د لوبو، سیاحت او لرغونو اثارو صوبایې وزیر سید عاقل شاه وایې دوی دا کوښښ کوي، په هره میاشت کې یو د لوبو، او یا ثقافتي میله جوړه کړي، او د سیمې دا روښانه تصویر نړۍ ته وښیې(( دوی د دلیپ کمار کالیزه یا سالګره ترتیب کړه، دا شان یې د لوبو میلې په قیوم سټیډیم کې جوړې کړې، د باچا خان په نوم یوه د پهلوانۍ مقابله په پیښور کې وشوه، چې پکې د هند، افغانستان، سري لنکا او بنګلادېش لوبغاړو ګډون وکړ، په کاغان، شندور کې میلې، په خان پور ډیم کې د اوبو لوبې، دا شان موږ کوشش کوو، په هزاره، ډیره اسماعیل خان او نورو سیمو کې هم میلې ترتیب کړو))

سید عاقل شاه دا هم وایې دوی په سوات کې د اټلې د حکومت په مرسته یو میوزیم جوړ کړ، او دا شان د پیښور میوزیم د پراخولو او سیلانیانو ته د سهولتونو ورکولو لپاره کوشش کوي. عاقل شاه وایې دوی به په نزدې وخت کې د اباسین سفاري ټرین په نوم د پیښور نه تر اټکه پورې ټرین سروس هم شورو کوي. او د پیښور په ښار کې د تاریخې ځایونو لکه محله خداداد ، ګور ګټرې او دا شان د صوبې نور تاریخې ځایونه چې پکې مهمو شخصتونو ژوند کړی به هم په راتلونکیو کې محفوظوي. اخوا ځینې تاریخ پوهان او لیکوالان دا هم وایې په پښتنو کې د تاریخې ځایونو د اهمیت په اړه ډیره کمه پوهه ده، او باید حکومت دې اړخ ته هم پام وکړي.

د پښتو اکیډمۍ پخوانی ډایریکټر او لیکوال راج ولې شاه خټک وایې، باید حکومتونه داسې پروګرامونه ترتیب کړي، چې خلک خپل تاریخ وپیژنې، او خلک هم ځان له خپل تاریخه خبر وساتي.

سید عاقل شاه وایې دوی به ډیر زر د روایتې لوبو یوه میله جوړوي او دا شان به په ډیره اسماعیل خان کې د جنورۍ په میاشت کې یو میله ترتیبوی، او ددې ترڅنګ به د صوبې د ټولو تاریخې ځایونو د محفوظولو لپاره هم کار کوي، خو بیا ځینې کارپوهان دا هم وایې موجوده حکومت باید د کلتور او ثقافت د محفوظولو لپاره ډیر څه کړی وې.

د پیښور پوهنتون د لرغونې اثارو یا ارکیالوجې پخوانی مشر او لیکوال فدالله صحرایې وایې، حکومت له پکار دي چې سیلانیانو ته د سهولتونو ورکولو لپاره هم کار وکړي، د سیلګرۍ لپاره ټول انتظامات برابر کړي.

فدالله صحرایې دا هم وایې باید خلک هم د خپل تاریخ نه ځان خبر کړي او د خپلو سیمو د تاریخي آثارو د محفوظولو لپاره له حکومت سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG