د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په وردګو کې طالبان قوي نه بلکې حکومت کمزوری دی"





له برتانیا خپرېدونکې فنانشل ټایمز ورځپاڼې د افغانستان میدان وردګو ولایت د امنیت په اړه یوه مقاله لیکلې. په لیکنه کې راغلي، په تېرو پینځو کالونو کې په دې ولایت کې د طالبانو هلې ځلې زیاتې شوې دي خو د چارواکو په خبره، دوی د ولایت ۱۵۰ کلي له وسله والو پاک کړي دي. په لیکنه کې راغلي، په دې ولایت کې زیاتره بزګران د کوکنارو کښت ته ورګرځېدلي دي.

فنانشنل ټایمز ورځپاڼه لیکي، د میدان وردګو په میدان ښار کې یو زېږنتون (دایانو مرکز) دی. په دې مرکز کې زده کوونکې د نویو ماشومانو زېږون او د امېدواره ښځو روغتیايي وضعې جاج اخیستو کارونه تر سره کوي. کله کله له نویو زوکړو ماشومانو سره د هغوی میندې په دې مرکز کې شپه هم تېروي. دا په وردګو کې یوازینی مرکز دی.

د تېرې میاشتې (نومبر) پر ۲۳مه له دې مرکز سره نېږدې یوه موټر بمي ځانوژونکې حمله وشوه. هغه ورځ جمعه وه نو مرکز تړلی وو او ځکه په کې هیڅ کس ژوبل یا و نه وژل شو. خو چاودنې د دې زېږنتون وداني ورانه کړه. دا دومره لویه چاودنه وه چې د شا و خوا سیمې هر کور ښیښې یې ماتې کړې. په دې پېښه کې د ځان وژونکي په ګډون څلور کسان ووژل شول او ۱۶۰ ژوبل شول.

۲۵ کالن عبدالولي چې په میدان ښار کې دوکان لري فنانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چاودنې ځمکه ولړزوله او هر کس منډه کړه. دی وايي، نه پوهېږي چې څوک دا کارونه کوي خو دا ده چې دوی هیڅ امنیت نه لري.

ولي وايي، پولیس خلک وهي، امریکایان یې پر کلیو چاپې وهي خو بیا هم دوی محفوظه نه دي.

په لیکنه کې راغلي، دې چاودنې له رواني (نفسیاتي) پلوه هم پر خلکو اغېز کړی دی. تر دې پېښې تر یوې هفتې زیاتې مودې وروسته هم په میدان ښار کې زیاتره دوکانونه خالي ول او د زېږنتون مخې ته یوه ښځه هم نه وه ولاړه. چارواکي وايي، دا مرکز به بیا خلاص نه کړي ځکه چې وداني تقریباً ټوله ورانه شوې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند د میدان ښار د حملې پړه منلې وه او ویلي یې ول چې دوی له دې کار سره د خپلو هغو ملګرو د وژنې بدل واخیست چې حکومت ورته د مرګ سزا ورکړې وه.

خو د ولایت پولیس چارواکي وايي، دا ریښتیا نه ده. اصلاً دوی په دې وروستیو کې د طالبانو ضد سخت عملیات کړي دي او دوی غوښتل له خپل دې عمل سره وښيي چې دوی اوس هم یو داسې ښار په نښه کولای شي چې سخت امنیت او د پولیسو سر دفتر لري.

د وردګو د پولیسو مرستیال مشر جنرال عبدالرزاق قریشي فنانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دښمن ورباندې له شا ګوزار کړی دی. دی وايي، روانه میاشت یې ۱۵۰ کلي له وسله والو پاک کړي دي او غوښتل یې چې خپل ځواکونه و ازمويي چې ایا د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته امنیت ساتلی شي او که نه؟

جنرال قریشي وايي، دوی په خپله دې ازموینه کې کامیابه شول خو د ده په وینا، دې بزدلانه حملې وښودل چې هغوی لا هم دلته دي.

وردګ د افغانستان هغه ولایت دی چې په کې په اوړي کې کوچیان خپلې خیمې لګوي. په دې ولایت کې په تېرو پینځو کالونو کې د طالبانو هلې ځلې زیاتې شوې دي او بزګرانو بیرته د کوکنارو کښت پیل کړی دی.

ورځپاڼه د دایانو مرکز مشر غلام نبي له خولې زیاتوي، د وردګو ستونزه دا نه ده چې طالبان په کې قوي دي بلکې ستونزه دا ده چې حکومت کمزوری دی. د ده په خبره، که والي او د پولیسو مشر په ولایت کې له خپلو کورنیو سره اوسېدای نو د سولې او ثبات تر څنګ یې د خلکو نورې اړتیاوې هم پوره کولای شوې.

XS
SM
MD
LG