د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي غونډه کې د اسدالله خالد موضوع هم شامله ده


د افغانستان د ملي امنیت پر مشر اسدالله خالد
د افغانستان د ملي امنیت پر مشر اسدالله خالد



افغان ولسمشر حامد کرزی به سبا او بل سبا (سېشنبه او چارشنبه) د ترکي په پلازمینه انقره کې له پاکستاني او ترکي مشرانو سره خبرې وکړي.

دا د درې واړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ ورته اوومه سرمشریزه ده.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د یکشنبې په ورځ مشال ريډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې پر بهیر، پر هغو امنیتي ستونزو چې سیمه ورسره مخامخ ده او پر یو شمیر نورو مسئلو د افغانستان ، پاکستان او ترکي مشران بحث کوي.

خو نوموړی وايي، د افغانستان د ملي امنیت پر مشر اسدالله خالد د برید له کبله، ټاکل شوې ده چې د دې غونډې په اجنډا کې یوه بله موضوع هم ورزیاته شي.


خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا نه مني چې ګواکې پر خالد برید په پاکستان کې پلان شوی وو.

"د ترکیې غونډه به پر اسدالله خالد د شوې حملې تر اغیز لاندې راشي"


د ترکیې د درې اړخیزې غونډې اجنډا ته پر اسد الله خالد د حملې موضوع ورشاملولو ته په کتو افغان کتونکې وایي؛ چې کېدونکې خبرې به خامخا د وروستۍ پیښې تر سیورې لاندې راشي.

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ درې اړخیزه غونډه د ترکیې په کوربتوب د سې شنبې په ورځ د دوو ورځو لپاره د درې واړو هیوادونو د مشرانو په ګډون پرانیستل شي.

د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر زبیر شفیقي له مشال راډیو سره په خبرو کې د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني وژلو او د سولې د خبرو ځنډېدو ته په اشاره وايي؛ چې دا درې اړخیزه غونډه به هم د ښاغلي خالد د ترور د موضوع تر اغېز لاندې راشي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې وویل؛ چې د ملي امنیت پر رییس د حملې پلان په پاکستان کې جوړ شوی و او د ترکیې په غونډه کې به په دې اړه له پاکستان څخه وضاحت وغواړي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي مشال راډیو ته وویل؛ چې دوی پر اسداله خالد شوې حمله د ترکیې د درې اخیزې غونډې په اجنډا کې شامله کړې او دا به د بحث بل محور وي.

تمه کیږي، چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه اوومه غونډه کې به د سیمي پر حالاتو، د افغانستان د سولې پر لارو چارو او له پاکستان څخه یې په اړه د همکارۍ خبرې وشي.

د سیاسي چارو یو بل څېړونکې محمد یونس فکور مشال راډیو ته وویل؛ چې افغان حکومت به له دې غونډي څخه هغه څه ترلاسه نه کړي، چې تمه یې کوي.

دی وايي، تر هغو چې افغان حکومت له خپلو نړیوالو ملګرو سره یو دریځ خپل نه کړي؛ دغه ډول غونډې ګټه نه شي رسولای.

راپورونه وايي، چې په یاده درې اړخیزه غونډه کې به د درو سرو هیوادونو د درې اړخیزو مسایلو ترڅنګ د امنیتي موضوعاتو پر سر هم خبرې وشي.

په وروستیو اونیو کې د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او له هغه هیواد څخه یې د سولې په بهیر کې همکاري او د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه، چې پاکستان ۹ تنه طالب زندانیان ازاد کړل.

که څه هم د سیاسي چارو پوهان د پاکستان دې همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري؛ خو افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د ترکیې په غونډه کې دې پر اسدالله خالد د حملې ټول اسناد وړاندې کړي، که نه نو پاکستان به دا تور وبولي او په دې پلمه به همکاري وځنډوي.

راپور: معصوم میوند

XS
SM
MD
LG