د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دفاټا بجټ څلور اربه روپۍ کم کړی


دپاکستان د قبایلي سیمو نقشه
دپاکستان د قبایلي سیمو نقشه

انیسه اجمل / پراګ

په پاکستان کې د حکمران ګوند پیپلز پارټۍ غړي وايي چې مرکزي حکومت د فاټا لپاره په بجټ کې د څلور اربه روپو کمی کړی دی.


د باجوړ ایجنسۍ نه د پارلیمان غړی اخوندزاده چټان وايي ، په دوه زره دولسم او دریالسم مالي کال کې د قبایلي سیمو لپاره شپاړس اربه روپۍ ځانګړې شوې وې، خو د مالي کال د لومړیو درېوو میاشتو وروسته حکومت په دغو پیسو کې څلور اربه کمی وکړ:
اخوند زاده چټان وايي :

(( حکومت د ټول ملک په بجټ کې پینځه بلیونه روپۍ کمبوت کړی دی چي پکې څلور بلوینه د فاټا نه او یو بلیون د نور پاکستان نه کم شوي دي.د حکومت په وینا دا پیسې ځکه کمې شوي چې د فاټا لپاره ځانګړی کړی بجټ تل په پوره ډول نه کارول کیږي ،نو ځکه حکومت په دې کې څلور بلیونه روپۍ کم کړي دي. ))

اخوندزاده چټان وايي ، په تېربجټ کې د مرکزي حکومت لخوا دقبایلي سیمو لپاره دولس اربه روپۍ ځانګړې شوې وې چي پکې اته اربه روپۍ ولګیدې او باقي څلور اربه خزانې ته واپس شوې.دا چي دغه اته اربه روپۍ په فاټا کې چېرته خرچ شوې وې نو نوموړی یې په ځواب کې وايي :

(( کومي اته بلیونه روپۍ چې استعمال شوې دي نو هغه هم د امنیتي کارونو لپاره یعنې یا خو د پوځي ودانو او یا د سرکاري افسرانو د کورونو لپاره کارول شوي ، د عام اولس د پرمختګ لپاره پکې هیڅ نه دي شوي.))


کله مو چې د اقتصادي چارو کارپوه محمد علي نه پوښتنه وکړه چې د دې څلور اربه روپو د کمولو به په فاټا څه اثر وي ؟ نو نوموړي وویل ، په مجموعي توګه حکومت نه غواړي چې د قبایلي سیمو د پر مختګ لپاره کارونه وکړي:

(( د بجټ دجوړېدو په وخت حالات بدل وي او کله چي د استعمال وخت یې راشي نو بیا خبره بدله شي.کله هم چې بجټ جوړیږي نو د هغه مناسبت سره هدفونه کېښودل کیږي ، معاشي پرمختګ لپاره ضروري ده چې کارخانې وي ، د خلکو د روزګار څه زریعه وي او که کارخاني یا بله څه نه وي نو پکار ده چي بیا خلکو سره هنر وي کنه ، خو زما په خیال په مجموعي توګه حکومت نه غواړي چې د قبایلي سیمو لپاره د پر مختګ کارونه وکړي. ))

اخوندزاده چټان وايي ، تر څو چې په فاټا کې صحیح بلدیاتي نظام نه وي عملي شوي، یا شورو شوی او د فنډونو خرچ کولو اختیار د بیوروکریسي پرځای د قبایلي اولس یعني نمایندګانو په خپل لاس کې نه وي راغلی، تر هغي فاټا پرمختګ نشي کولي.
XS
SM
MD
LG