په غټه دره کې چې په کې له بانډه غونډۍ او سید ملال نه علاوه نور واړه واړه کلي اباد دي. د ځایي خلکو په وینا سرکار ورته هیڅ اسانتیاوې او سهولتونه نه دي ورکړي چې دوی ګټه ترې واخلې.
د زیارت بابا یو کلیوال ګلاب جان دلسوز وایي، د وطن غرونه او دري یې ډیره ښایسته دي هر څوک چې راشي د ښکلا یې خامخا ستاینه کوي، خو د سکول ، صحت او داسې نورو سهولتونو د نشوالي له وجې د سیمې ولس ډیرې زیاتې ستونځې لري.