د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و افغانستان سټريټيجيک تړون


د افغانستان ولسمشر حامدکرزی له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره
د افغانستان ولسمشر حامدکرزی له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره



بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت وايي پاکستان سره سټريجيک تړون د دواړو هيوادونو په ګټه دی خو پاکستان بايد د طالبانو سره د روغې جوړې بهير کې مرسته، ترهګرۍ خلاف ريښتينی کار او د تجارت په لړ کې کړي تړونونه پوره عملي کړي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه، نصرالله ستانکزی د دې تړون د اهميت په اړه وايي: ((زما په فکر پاکستان او افغانستان دواړه دې تړون ته ضرورت لري. دواړه په سيمه کې سټريټيجيکې ګټې او هدفونه لري خو په دې اړه افغان حکومت ځينې شرطونه ايښي لکه پاکستان دې د سولې په بهير کې ګډون وکړي او د ټرانزيټ يا تجارت تړون دې عملي کړي. پاکستان دې تړون ته ضرورت لري ځکه چې د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات په مانا دی او د مرکزي ايشيا هيوادونو سره يې تجارت د افغانستان بغير نه شي کيدلی.))

د پاکستان د کورنيوو چارو پخوانی وزير او سياست وال، افتاب احمد خان شيرپاو وايي دواړه هيوادونه بايد د تړونونو د لاسلیک کولو پر ځای د اعتماد پيدا کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغه زياتوي: ((افغانستان له هندوستان او امريکا سره له دې مخکې سټريټيجيک تړونونو کړي. [د پاکستان او افغانستان تړون] زه ډير مهم نه ګڼمه ځکه چې که زموږ د دواړو اړيکې ښې وي او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې پر يو بل مو باور زيات شي نو په ورورولۍ سره اوسيدلی شو. د تجارت يا ټرانزيټ ټريډ اړونده تړون موږ لا دمخه لرو خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ سټريټيجيک تړون کې د اوبو او اقتصادي مسلو علاوه دا هم راتلی شي چې دواړه ملکونه ووايي چې خاوره به يې د يو بل پر ضد نه کاريږي.))

د يادونې ده چې پر پاکستان افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ او هلته جګړې ته د لمن وهلو تورونه لګيږي چې دوی ترې انکار کوي.

کابل کې د پوځي او امنيي چارو کارپوه جنرال واحد طاقت وايي پاکستان به د افغانستان په وړاندې له خپلې منفي پاليسۍ لاس وانخلي نو ځکه ورسره سټريټيجيک تړون کومه فايده نه لري.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((نه يوازې فايده نه لري بلکې سرچپه به نورې ناخوالې د ځان سره راوړي ځکه چې پاکستان له موږ سره په دښمنۍ کې ولاړ دی. دلته موږ د جګړې په حالت کې يو. سټريټيجيک تړون هغه وخت کيدای شي چې پاکستان جګړه ودروي.))

افتاب احمد خان شیرپاو هم وايي چې پاکستان بايد د ژورې سټريټيجۍ يا Strategic Depth پاليسي چې تر ډيره يې اوس ختمه کړي، په پوره توګه لاس واخلي او د افغانستان په مسله کې مثبت رول ولوبوي.

هغه وايي: ((د ژورې سټريټيجۍ خبره چې پاکستان کوله، اوس هغه ختم شوی. دا الفاظ اول جنرل کياني استعمال کړی ول. موږ ته په افغانستان کې د دې پاليسۍ څه فايده ده؟ موږ ته پکار ده چې په دې زور ورکړو چې افغانستان يو خودمختار ملک دی، د هغوی خپلې پاليسۍ دي او د هغې په بنياد ورسره تعلق وساتو.))

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سټريټيجيک تړون خبرې له هغې وروسته ډير زور اخيستی چې په دې وروستيوو کې پاکستان د افغانستان د سولې د بهير سره د مرستې په لړ کې نهه افغان طالب مشران له قيده خوشي کړل او يو ځل بيا يې وعده وکړه چې د افغانستان د ثبات لپاره به هر راز مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG