د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: سږکال له ترهګرۍ ۲۹۴تنه وژل شوي


غلام غوث مشال راډيو

نن په پيښور کې د پښتونخوا د صوبايي کابينې غونډه تر سره کېږي چې امنيت یې سر موضوع دی. دا په داسي حال کې چې چارواکې وایي په ۲۰۱۲ م کال کې د تره ګرۍ تر ټولو زياتي پيښې په پيښور کې رامينځ ته شوې دي.

کارپوهان وایي پيښور ته څېرمه د وسلوالو مرکزونه دي چې له وجې صوبايي مرکز تر زيات فشار لاندې دی.

سږ کال پښتونخوا کې ۳۶۴ پېښې شوې

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پیښور پولیس مرکز کې د پولیس د شمیرې او ډېټا په څانګه کې ايس پي نوشاد خان وویل چی د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټي بیا د نومبر تر دیرشمې نیټی پوری په پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ په د ترسره شویو ۳۶۴ پیښو کې ۱۳۱ یې یواځې په پیښور کې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي د ټولو ترهګرو پېښو په اړه زیاته کړه: ( په پېښور کې ۱۳۱ چاودنې شوې، چارسده کې وه ۴۰، په نوښار کې ۲۱، په مردان کې ۲۰، په صوابۍ کې ۳۱، په کوهاټ کې ۱۵، په هنګو کې ۱۱، په ايبټ آباد کې يوه، په هري پور کې يوه، په مانسهره کې دوه، په بټګرام کې يوه، په بنو کې ۲۸، په لکې مروت کې ۱۴، په ډي آی خان کې ۱۳، په ټانک کې ۱۰، په سوات کې يوه، په شانګله کې يوه، په بونير کې يوه، په کوز دير کې نهه، په بر دير کې يوه او په چترال کې پنځه چاودني شوي دي)

ولې پېښور په نښه کېږي؟

دا چې ددې وجه څه ده چې تر ټولو زياتې د تره ګرې پيښې په پيښور کې رامينځ ته شوې دي ، ددی پوښتنی په ځواب کې د پیښتونخوا پخواني آي جي پي (I G P) او د دفاعی چارو کار پوهه ملک نوید مشال ریډيو ته وویل چې پيښور د ټولې صوبي مرکزي ښار دی او د وسلوالو مرکزونه ورته څېرمه دي نو ځکه دلته د ترهه ګرو فشار زيات دې- ملک نويد خان وایي:( يو خو دا ده چې کله هم د ترهه ګرو هلي ځلې سيوا کېږي نو دوی مهېمو مرکزونو ته مخه کوي او پيښور يو مهېم مرکز دی، په پيښور کې که یوه چاودنه کېږي نو د ډيره اسماعيل خان د دريو څلورو چاودنو نه د هغې اثر زيات وي او بله دا چې پيښور د صوبې پلازمېنه او د حکومت مرکز دی، بله دا چې په چار پيرچل کې یې تره ګرمرکزونه لري، منګل باغ په باړه کې، طارق اپرېدی په دره کې او فقير محمد په مهمندو باجوړ کې، نو د دريو اړخونو نه درې مختلف ګروپونه عمليات کوي لګيا دي)-

سږ کال ۲۹۴ ولسي وګړي ۶۷ پولیس سربازان وژل شوي

په پيښور کې سږ کال د تره ګرۍ په پيښو کې درې لوړپوړي پوليس چارواکې، د کلیوالې سیمې ايس پي کالام خان، ايس پي خورشيد خان او د ايس ايس پي پلټنو (انوېسټيګيشن) هلال حيدر په ګډون ټول ۶۷ پوليس واله په پښتونخوا کې د تره ګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي-

له مشال راډيو سره په خبرو کې ايس پي نوشاد خان وويل(سږ کال ۲۹۴ کسان د تره ګرۍ په پيښو کې وژل شول. چې په دوی کې ۲۱۹ ولسي وګړي ول. او پاته نور ۶۷ پولیس واله، اووه تنه د اېف سي سرتېري او یو په کې پوځي سرتېری وو. ټول ۹۳۸ کسان ژوبل شوي دي چې په کې ۷۲۳ ولسي وګړي، ۱۷۲ پولیس سرتېري، ۳۷ د اېف سي سرتېري او شپږ پوځيان ول.)


د پېښور امنییت

د پولیس پخوانی مشر ملک نوید خان وايي په پېښور کې ټینک امن اله راتلای شي چې د دې ښار څېرمه سیمو کې د ترهګرو ټول مرکزونه له یوې مخې له مینځه یووړل شي.

( په خطرناکواو کلي والو سيمو کې د پوليسو د ګښت او ګزمې لپاره پکار ده دوی ته داسي ګاړي ورکړل شي چې بمونه پرې اثر نه شي کولای او تر ټولو مهېمه خبره دا ده او دا خبره زه بیا بیا کوم چې د ترهه ګرو په سرچینه ګزار په کار دې چې د هغوی صلاحيت ختم شي او تر څو چې د هغوی سرچېنه موجوده وي او چوونکې مواد ورته رسيږي نو زما په فکر دا ترهګري به روانه وي).

XS
SM
MD
LG