د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یو لک و پینځه څلوېښت زره مړو ته مې غسل ورکړی"


بشر دوست عبدالستار اېدي
بشر دوست عبدالستار اېدي





مرکه : ظفرکریمي ـ مشال راډيو - کراچۍ

پوښتته :عبدالستار ایدي صېب تاسو کله او په کومه سېمه کې پیدا شوي یاست ؟

ځواب : زه د هندوستان بمبۍ ښار د جونا ګړ په سېمه کې په کال ۱۹۲۶ کې پیدا شوی یم ـ د پاکستان د جوړیدو په ۶ مه کراچۍ ته راغلم ـ زما مور او پلار دا غوښتل چې زه د ټولنې د ښیګړې لپاره ژوند تېر کړم ، بس الله زما نه په دې لړ کې کار واخیست او تر ننه زه ۲۴ ګېنټې په دغه کار کې بوخت یم ـ تراوسه مې کور،ګاړی او یا نور څه جایداد نشته ـ زه په دفتر کې ویده کیږم او بیا چې پاڅم نو خپل کار کوم ـ

پوښتنه : عبدالستار ایدي صېب غواړم د کورني ژوند په اړه درنه پوښتنه وکړم ، آیا واده مو کړې او بچي هم لرئ که څنګه ؟

ځواب : ما واده کړی دی ، ما د هغه ماشومانو چې خلک ورته ناجایز بچي وایي د هغوي لپاره ځانګوګانې لګولې وې ، په دغو ځانګوګانو کې به خلکو ماشومان غورځول او ددې د سمبالښت لپاره هم ماسره یوه جینۍ بلقیس وه ، ما بلقیس ته د واده کولو پیشنهاد وکړو ،هغې ویل مور سره مې خبره وکړه ، مور یې ویل چې تاسو دواړه راضي یې نو واده وکړئ ، موږ په سادګۍ سره واده وکړو او د هغې راوروسته دواړه لګیا یو د خیرښیګړې کارونه کوو ـ د انسانانو خدمت،دخلکو حقونه او د انسانانو د ښیګړی کارونه زموږ د ژوند د تیرولو بنیادونه دي. له محمد علي جناح قایداعظم او ګاندي سره خپلې میرمنې پاتې نه شوې او هغوي یې پریښودل خو د خدای شکر دی زما میرمن تراوسه له ماسره ده ـ او د خیر ښیګړی کارونه کوي ـ

پوښتنه : ایدي صېب تاسو خپل د ځوانۍ عمر څنګه تېر کړی دی که په دې اړه مالومات راکړئ ؟

ځواب :ما په ځوانۍ یوازې یو فلم ((پکار))کتلی دی ،چای نه څکم ـ نشه هم نه کوم ـ په میاشت کې یو ځل دوه جامې بدلول او ساده ژوند تیرول د شورو راهیسې زما عادت دی ـ

پوښتنه : ایدي صېب تاسو دا خیال څنګه راغلی چې تاسو دې د خیر ښیګړې لپاره اداره جوړه کړئ ، آیا ستاسو تعلق د کومې دیني کورنۍ سره دی ؟

ځواب : نه ،زما تعلق د کومې دیني کورینۍ سره نه دی،خو دا ده چې مسلمانان یو ـ انسانیت منوـ د انسانیت د خدمت همدغې جذبې زه دې کار ته وهڅولم ـ ما چې کله په شورو ورځو کې دا کار شورو کړو نو د سخت ستونزو سره مخ وم ـ غریبي وه، لاچاري او نورې ډېرې ستونزې وې ـ له ما سره یوه پیسه هم نه وه ، مور او پلار به مې ویل بچیه د کوم سرمایه دار پسې د چندې غوښتو لپاره مه ځه ـ که تاته د پیسو اړتیا وه نو په سرک ودریږه اود انسانیت لپاره خېر غواړه ـ ما د هغوی خبره منلې او نن هم چې کله په سرک ودریږم نو ماته د ټیکسي ،رکشو او بسونو ډریوران او کلینډران په کروړونو چنده راکوي ـ ماته هغه غریب پښتانه چنده راکوي، چې ټوله ټوله ورځ کاغذونه راټولوي.


پوښتنه : تاسو شورو له کراچۍ څخه کړې وه ، که د بل کوم ځایې څخه ؟

ځواب : ما همدلته په کراچۍ میټادر کې یو شپږ فټه دوکان په کرایه اخیستی و، په دوکان چت هم نه و ، زه به په هغه دوکان کې ویدېدم ـ یوه وخت په کراچۍ کې د والګي ناروغي راغله، ما د ډاو میډیکل کالج نه ډاکټران راوستل او ۱۲ کلینکه مې خلاص کړل، دغلته به د خلکو بې بیسو علاج کیده ـ هغه وخت ماته د غوښتلو پرته ۹۰ زره روپۍ چنده راکړه ـ هغې نه یوازې ۶ زره روپۍ مصرف شوې نور ټولې پاتې شوې ، چونکې د روغتیا په برخه کې ایمبولانس ته ډیر ضرورت وي نو ما په پاتې روپو ایمبولانس واخیستو او بیا مې په هغې کې ډریوري زده کړه ـ ډیر وخت مې ایمبولانس چلولی دی ـ نن سبا زموږ د ادارې سره ۲ زره ایمبولانسونه دي ـ


پوښتنه: ایدي صېب اوس ستاسو د ادارې مرکزونه یوازې په پاکستان کې دي که له پاکستانه بهر هم شتون لري ؟

ځواب :له سیاچینه تر نګرپاره او له لاهوره تر کابله زموږ اوس ۳۵۰ مرکزونه شتون لري ـ دا ټول د یو منظم سیستم له لارې کنترولیږي ـ ما زده کړې هم نه دي کړي ،ټول عمر مې بس په دې کار کې تیر کړی دی ـ

پوښتنه :ایدي صېب خوشالي او غم د ژوند برخه ده ، د ژوند هغه کومې شیبې وي چې تاسو په کې خفه یاست او کومې هغه لمحې وي چې تاسو پکې خوشاله یاست؟

ځواب: زه هیڅکله غمجن شوی نه یم ـ زه خوشالي خوښوم او تل خوشاله اوسم ـ په خوشالۍ سره کار کوم ـ دا زما لپاره د خوشالۍ خبره ده چې الله زما کار دومره کامیاب کړی دی ـ

پوښتنه: تراوسه پورې تاسو څومره مړي په خپله لیدلي دي او یا مو د هغې اخري مراسم ترسره کړي دي.

ځواب :ماپخپله یو لک او ۴۵ زره مړي لمبولي او د هغې د اخري مراسمو مې ترسره کړي دي اوس زه سپین ږیرې شوې یم خو زموږ په ټولو مرکزونو کې دغه مراسم ترسره کیږي ـ زموږ د امریکا او لندن په مرکزونو کې هم ددغه مراسمو د پر ځای کولو بندوست شوي وي ـ

پوښتنه :ایدي صېب تاسو یوازې مړو ته د کفن ورکولو،ښخولو او لمبولو او یاهم د ایمبولانسونو ورکولو کار کو ئ،که نه د خېر ښیګړي نور کارونه هم کوئ ؟

ځواب :نه زموږ اداره ۷۰ شفاخانې یا ډسپنسریانې هم لري ، زه په جعلي دوایانو باور نه لرم ـ زموږ اداره یو سکول هم چلوي ـ ددې ترڅنګ د ایدي هوم په نامه زموږ مرکزونه دي ، په هغې کې ۲۶ زره بې وارثه خلک ژوند تیروي ـ دوي ته موږ زده کړې هم ورکوو ـ دوي دغلته خوراک څښاک پخپله ځانله برابروي
پوښتنه: تاسو وویل چې ۲۶۰۰۰ زره خلک تاسو سره په ایدي هوم کې شتون لري ؟ دا د پاخه عمر خلک دي،که ماشومان او یا زنانه دي ؟

ځواب : دا بې وارثه خلک دي ،ماشومان،مشران او زنانه پکې شتون لري ـ دا د غریبو کورنیو خلک دي ـ نن سهار یو ماشوم زموږ مرکز ته دهغه د کورنۍ غړو راوستو،ویل یې غریبانان دي، د ماشوم پالنه باید موږ وکړو ، ماشوم مریض دی ، موږ ورته اکسیجن ولګول ـ

پوښتنه :آیا په دې هغه ماشومان هم شامل دي ، کوم چې د ناجایزه جنسي اړیکو لرلو په سبب پیدا شوي وي ؟

ځواب : نه هغه خو تراوسه موږ ته ۴۵ زره ماشومان په لاس راغلي دي ـ موږ زیاتره هغو خلکو ته ورکړي دي څوک چې اولاد نه لري ـ دا ناجایز بچي نه وي ـ اسلام موږ ته راښایی چې کله نارینه او ښځه بالغ شي او هغوي په خپلو راضي وي نو یوازې دوه ګواهان پکار دي ، په دې د ملاصېب راوستو ته اړتیا نشته ـ اسلام د سادګۍ دین دی ـ نو ځکه ویم چې دغو ماشومانو ته ناجایزه اولاد یا د حرامو اولاد ویل نه دي پکار ـ

پوښتنه :دغه ماشومان په څه طریقه خلک تاسو ته درکوي ؟

ځواب :زموږ په ټولو مرکزونو کې موږ ځانګوګانې لګولي دي ، خلک دا په دې ځانګوګانو کې غورځوي ، ددوي روغتیایي حالت په دغه وخت کې بیخي مرګونی وي ـ زیاتره وخت خلک دغه ماشومان وژني او بیا یې مړي موږ ته راکوي ـ خو ځینۍ خلک بیا موږ دغه موږ ته ژوندي راکوي ، یا یې پخپله راوړي او یا یې بیا په ځانګوګانو اچولي وي ـ

پوښتنه :ایدي صېب تاسو د تیرو خواوشاه پنځه شپته کالو څخه د خېر ښیګړې کارونه کوئ ، ستاسو په خیال په پاکستان کې د تشدد پېښې له کومه وخته زیاتې شوي دي او لامل یې څه کیدی شي ؟

ځواب : ترڅو پورې چې د ولسي دولت ویش همداسې غلط وي نو غلا او ډاکې به شتون لري ـ فضول خرچي به زیاته وي ، غریبي به زیاتیږي ـ او چې غریبي وي نو د تشدد دا پیښې به خامخا وي ـ که غربیي ختمه شي ،د تشدد پیښې به ختمې شي ـ

پوښتنه: د دولت د ویشلو لپاره ستاسو په خیال تر ټول غوره نظام کوم یو دی ؟

ځواب :ددې لپاره غوره نظام اسلام دی ـ سادګي پکار ده او زکات ورکول پکار دي ـ

پوښتنه :ایدي صېب سیاست ته تاسو په کوم نظر ګورئ ؟

ځواب :سیاست زه نه خوښوم ـ زه انسانیت منم ـ او د انسانیت په مذهب یم ـ په نړۍ کې د مذهب پنځه دوکانونه دي خو عمل کونکی به تاسو یو هم ونه وینئ ـ په مذهب د عمل کولو څخه انسانیت ته خیر رسي او چې انسانیت ته خیر ورسیږي نو غریبي ختمیږي ـ او ټولنه د خوشالۍ پله درمې ـ

پوښتنه :ایدي صېپ په اخر کې تاسو زموږ اوریدونکو ته څه پیغام ورکول غواړئ ؟

ځواب :په خپله ریښتوني انسانان شئ او نورو خلکو ته د انسان جوړیدو ترغیب ورکړئ ـ دټیکس ورکولو غلا پریږدئ ـ زکات ورکوئ ـ په سادګۍ سره ژوند تېر کړئ ـ په دې کې امن دی ـ زه د وسلې په خلاف یم ـ د وسلې به وجه په نړئ کې جرمونه زیاتیږي ـ

XS
SM
MD
LG