د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: یوې چادنې څلور تنه وژلي یو ماشوم ژوبل


د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی ماين چاودېدلی چې له امله يې څلور تنه عام وګړي وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی دی.

په غزني کې د مشال خبریال سید شاه سقیم وايي، په وژلو شويو کسانو کې دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد ازاد ګل وايي چې د عامو وګړو يو ټونس ډوله موټر د سړک پر غاړه په يو ځای پر ځای شوي ماين وخوت او څلور تنه يې ووژل .

دی وايي په چاودنه کې ټونس موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی او د پېښې ځای ته څېرمو کورونو ته يې هم تاوان رسولی دی.

(( د عامو خلکو يو ټونس موټر د په ماين وخوت موږ چې د حادثې ځای ته ورغلو موټر ټوټه شوی وو هلته شهيدان هم پراته وو، دوه هلکان، يوه ښځه او يو سړی شهيدان شوي وو او يو ماشوم ژوبل وو ))

د اندړو ولسوال قاسم ديسوال هم په پېښه کې د وژلو شويو کسانو شمېره همدومره ښيې.

دېسوال وايي ماين وسله والو طالبانو د دولتي چارواکو له پاره د سړک پر غاړه ايښی وو چې د عامو وګړو پر موټر ور چاودېدلی دی.

که څه هم دولتي چارواکي چاودنه د وسله والو طالبانو کار بولي خو يادې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې غزنې ښار ته څېرمه د عامو وګړو يو درې سوه درې سوه ډوله موټر هم د سړک پر غاړه په ځای پر ځای شوي ماين ختلی وو چې له امله يې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپيان شوي و

XS
SM
MD
LG