د لاسرسي ځای

تازه خبر

شکیل اپرېدي د لوږې هړتال کړی





په پاکستانیو او نړیوالو رسنيو کې داسې راپورونه دي، چی په پیښور سېنټر جیل کې ډاکټر شکیل آفریدی نهوره یا د لوږې هړتال کړی دی .

که څه هم د پېښور مرکزي زندان چارواکو د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره د دې خبرې پخلی او انکار نه دی کړی خو د ډاکټر شکیل اپرېدي وکیل سميع الله اپرېدی وايي، چې هغه هم په رسنیو کې دا خبره اورېدلې ده او له تېرو دوو ورځو راهیسې هڅه کوي چې له خپل موکل سره وویني خو د ده په وینا د زندان چارواکې ورته له هغه سره د لید اجازه نه ورکوي. او دی غواړي چې د ډاکټر شکیل اپرېدي د لوږې هړتال په باب کره مالومات تر لاسه کړي.

بلخوا د ډاکټر شکېل اپرېدي ورو جمیل اپرېدي هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستانیو استخباراتو او د زندان چارواکو له خوا پر شکېل اپرېدي د موباییل فون د کارولو تورونو وروسته اوس د دوی د کورنۍ پر غړیو هم له هغه سره پر لیدلو بندیز لګول شوی دی.جمیل اپرېدي زیاته کړه چې په دې هیواد کې یې له کورنۍ سره زیاتی او جبر روان دی او نه انصاف ورته ملاوېږي.

(پر موږ صوبايي حکومت له هغه ورسته بندیز ولګاوه چې کله استخباراتي ادارو د ډاکټر شکېل اپرېدي په اړه پر هغه په جېل کې د سېټلايټ فون درلودلو ډرامه جوړه کړه او په جيل کې پر هغه تشدد هوم کړی دی او دا ټول هر څه له بشري حقونو سرغړونه ده او موږ ته انصاف نه ميلاويږي)


د ډاکټر شکېل اپرېدي وکېل سميع الله اپرېدی وايي، دا د هر بندي قانوني او آئيني حق دی چې د کورنۍ غړي او وکېل له خپل بندي تن سره وویني.

د يادوني وړ ده چې ډاکټر شکېل افريدی د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په درک لګولو کې د امريکا له استخباراتي ادارې سي آی اې سره د مرستي کولو په تور پاکستاني سرکار د نیولو وو او وروسته یې بیا د خيبر ايجنسۍ په یوه ځايي عدالت کې له منګل باغ وسلوالې ډلي سره د مرستې په تور د ۳۳ کاله د بند سزا واوروله.

XS
SM
MD
LG