د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې ناامنیو رکشه چلوونکي زیات اغېزمن کېړي





نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې رکشه چلوونکي وایي،له تېرو څو کلونو راهیسي د ناامنۍ په پېښو کې د نورو وګړو تر څنګ دوی هم تر ډېره اغېزمن شوي دي، چې لویه وجه یې په ترهګرو پېښو کې اکثره د رکشو کارونه ده.

دوي زیاتوي، دوی وايي، هر څه یې له لاسه ورکړي او کورنۍ یې له سختو مالي حالاتو سره مخامخې شي.

د بلوچستان کورنو چارو محکمې سیکرېټري وایي،حکومت په دغه لړ کې خپلې ذمه وارۍ حتمًا پوره کوي،خو رکشه چلوونکي دې پخپله هم د بیمې یا ٫٫انشورنس٬٬ له لارې د خپلو ستونزو حل ولټوي.

د بلوچستان رکشه چلوونکیو اتحادیي مشر لالا محمد یوسف خلجي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ترهګرۍ په پېښو کې تل تر ټولو زیات رکشې او د هغوي چلوونکي په نښه شوي او لاهم په نښه کېږي

٫٫وجه دا ده چې رکشه دشرخوښو تر ټولو آسانه هدف و ذریعه جوړېږي.رکشه هرې خوا ته زي.هري خواته خلک وړي او زیاتره په دې کې عام وګړي سفر کوي.له دغ حقیقته بیا شرخوښي ګټه پورته کوي او اکثره چې موږ وینو،په نتیجه کې چې کله هم د ناامنۍ پېښې شوې دي،نو که څه هم بیخي زیات خلک په داسي پېښو کې وژل شوي وي،خو د رکشې چلوونکیو حال هم له چا کم بد نه دی.په زیاتره پېښو کې دوي یا خو وژل شوي دي،یا سخت خوږ شوي او یا بیا خپل د ټول ژوند سرمایه یاني،رکشه له لاسه ورکړې وي٬٬


یو رکشه چلوونکی،محمد بشیر وایي،د ناامنۍ پېښو په روان وخت کې دوی بیخي زیات ځپلي دي

٫٫موږ تل د چاودنو،هدفي وژنو او غلاګانو له پېښو سره مخامخېږو.ټوله ورځ له سهاره تر ماخوستنه خواري کوو.خو بیا ناڅاپه له یو پېښې سره مخامخ شو چې په وهم وګمان کې مو هم نه وي.زموږ د ډېرو ملګرو کوچني کوچني ماشومان ترشا پاتي شوي او اوس یې د لاسنیوي څوک نشته او کورنۍ یې تر شا وږي او تږي پاتي وي. دا ټول د ۱۵۰ روپۍ مزدورۍ لپاره.په ټوله ورځ کې په مشکل سره یا خو ۱۵۰ او یا بیا دوه سوه روپۍ ګټه راپاته شي.خپل ځان مو سخت په تکلیف وي،خو غواړو چې بچیان مو وږي راڅخه ویده نه شي او له بده مرغه هم دغه خوارۍ زموږ مخ ته ستونزې راوړي او زموږ د بچیانو له خولې ګوله ډوډۍ وباسي٬٬

محمد بشیر زیاتوي، هم د دغه وضعې له وجې خو ویل کېږي چې رکشه چلونه د نن سبا په حالاتو کې یو خطرناکه کار دی.

٫٫ډېر مجبوره خلک دي چې رکشې چلوي، ګڼې دا کار ته والله که نن سبا څوک وګوري هم.ډېره مجبوري ده.تعلیم د زیاتره رکشو چلوونکیو کم وي.بل کاروهنر یې نه وي زده،بس دا یواځنۍ ذریعه ورپاتې وي چې یو څه په وګټي.تاسو ته معلومه ده چې نن سبا حالات څومره خراب دي؟ هرې خوا ته هدفي وژنې دي.ځانمرګې چاودنې دي او د پېسو لپاره د تېښتونې پېښې دي ،چې ټوله ټولنه یې پرېشانه کړې ده او په ټولنه کې بیا موږ ترهر چا زیات پرېشانه یو، ولې چې لکه مخکز مې وویل، د دا قیسمه پېښو نېغ اثر پر موږ لوږي٬٬

د بلوچستان د رکشو چلوونکیو اتحادییې مشر،لالا محمد یوسف خلجۍ بیا په دغه لړ کې د حکومت له روله سخت ګیله من دي. دی وایي،حکومت د ترهګرۍ په پېښو کې په نښه شوي د دوی له ملګرو (رکشه چلوونکیو) سره هیڅ مرسته نه ده کړې

٫٫موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د ترهګرۍ په پېښو کې متاثره شوي رکشې ډراییورانو ته دې مالي امداد ورکړي.که دوی ټپي شوي وي،نو درملنه د یې وکړي او که یې رکشې په داسې پېښو کې له منځه تللې یا خرابې شوې وي،نو په دغه لړ کې دي هم معاوضه ورکړي٬٬



خو بلخوا د بلوچستان کورنو چارو محکمې سیکرټر،اکبرحسېن دراني بیا وایي،حکومت په دغه لړ کې له خپلو ذمه واریو خبر دی او د هغو د پوره کولو پوره هڅې یې هم کړې،خو رکشه چلوونکي دي هم،د ده په وېنا،پر یو آسانه حل عمل وکړي

٫٫رکشه چلوونکي دي باېد ځان ته د ٫٫انشورېنس٬٬ یا بیمې پالیسۍ واخلي.په دغه طریقه که خدانخواسته دوي له کومې بدې پېښې سره مخامخ کېږي،نو په ښه توګه به یې مرسته وشي.خو ترڅو د حکومت خبره ده.حکومت به حتمًا خپلې دندې په دغه لړ کې پوره کوي.داسې کومه پېښه چې له رکشه چلوونکیو سره وشي،نو د ډپټي کمشنر پر رپورټ وزیراعلی غور او فکر کوي٬٬


خوسیکرټري داخله نور تفصیل ور نه کړ چې وزیراعلی په دغه لړ کې تر اوسه له کوم رکشه چلوونکي سره سرکاري مرسته منظوره کړې هم ده او که نه،دا یواځي د هغه تر غور لاندې وي؟

د یادولو وړ ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې بلوچستان کې د ناامنۍ او په خاصه توګه د بمي چاودنو په پېښو کې یو شمېر رکشه چلوونکي وژل شوي، ټپي شوي دي او یا یې رکشې په ترڅ کې له مېنځه تللې.

XS
SM
MD
LG