د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سولې لپاره پر ځينو خبرو سترګې پټوو"


بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- د افغانستان د سولې عالي شورا د بشري حقونو د څار ادارې ( هيومين رايټس واچ) د هغه مطبوعاتي بيان چې وايي د سولې د خبرو په لړ کې بايد طالبانو ته د کړو جرمونو په وړاندې بخښنه ونه شي، وايي چې د افغانستان شرايطو ته په کتو سره بايد په ځينو خبرو سترګې پټې کړي.



ه چيري قانون تطبيقيږي نو اول دې پر هغه کسانو عملي شي چې کابل کې يې له پنځم منزل څخه ښځې راوغورځولي يا يې په بريکوټ سينما کې پر ښځو ميخونه ټک وهل
آرین یون

د بشري حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د نسل کشۍ، جنګي جرمونو او له بشري حقونو سرغړونې د ۱۹۴۹ کال د جينيوا کنوینشن په شمول د نړيوالو قوانينو چې افغانستان يې هم غړی دی، خلاف کار دی خو د سولې د عالي شورا يو مشر غړی، مولوي عطاالله لودين وايي، چې د اوس لپاره د افغانستان د ارامۍ په خاطر ضروري ده چې په ځينو خبرو سترګې پټي وساتل شي. هغه مشال ريډيو ته وويل:

(( ملګري ملتونه او د بشري حقونو ادارې د خپل ديدګاه او خپلې زاويې له مخې خبرې کوي. موږ په افغانستان کې جدا شرايط او جدا غوښتنې لرو. موږ په دې يقين لرو چې وينه په وينه نه مينځل کيږي. خپلو شرايطو او حالاتو ته په کتو سره به د سولې لپاره ګامونه اخلو.))

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل بيان کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر، صلاح الدين رباني پر هغه خبرو هم نيوکې کړي چې ويلي يې ول، د طالبانو هغه مشران ، چې له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضریږي، د قانوني تعقيب څخه بخښل کيږي او نومونه به یې د ملګرو ملتونو له تور لیسټه هم وويستل شي.

خو د افغانستان په پارليمنټ کې د تخار ولايت استازې، مريم کوفي وايي:

((دوی خلک وژلي، غلاوې يې کړي. له ښځو يې سرونه غوڅ کړي، ښځې يې په دورو وهلي او زر نور داسې جرمونه يې کړي چې د بخښنې وړ نه دي. که دوی له حکومت سره يو ځای کيږي نو بايد چې د جرمونو تاريخچه يې وڅيړل شي. که داسې ونه شول او بغير له کوم عدالت او محکمې دوی ته حکومتي کارونه وسپارل شول، دا به د افغانانو په وړاندې يو جرم او ملي خيانت وي. د افغانستان په آينده به ښه اثر ونه لري.))

خو د پارليمان يوه بله غړې او د سياسي چارو کارپوهه، آرين يون وايي چې که پخواني کمونیستان او مجاهدين حکومت او پارلمان کې برخه لرلی شي، نو د طالبانو په وړاندې بايد داسې دريځ خپل نه شي:

(( افغانستان دا وخت سولې ته ضرورت لري. د بشري حقونو ادارې چې کوم نظر ورکړی، هغه د هغوی خپل نظر دی او د افغانستان د ولسونو نظر نه دی. که چيري قانون تطبيقيږي نو اول دې پر هغه کسانو عملي شي چې کابل کې يې له پنځم منزل څخه ښځې راوغورځولي يا يې په بريکوټ سينما کې پر ښځو ميخونه ټک وهل او يا داسې نور جرمونه کړی. که چيرې دوی له قانونه پورته وي او په پارليمان او حکومت کې ځای لري نو ضرور نه ده چې د نورو په وړاندې دې د بشر حقونه داسې څرګندونې وکړي.))


د بشري حقونو د څار ادارې په خپله خبرپاڼه کې پارليمان کې موجودو د دوی په وينا د بشري حقونو څخه سرغړونکو هم تنقيد کړی او ويلي يې دي چې په ۲۰۰۷ کال کې پارليمان کې موجودو جنګ سالارانو او د هغوی ملګرو له عدالته د هغه کسانو د ليري ساتلو لپاره يو قانون منظور کړی چې په تېرو څو کلونو کې يې جنګي جرمونه او بشر ضد عملونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG