نن (دوشنبه) دسهار شاوخوا لس نیمې بجې دخوست ښار په سرګردان چوک کې یوې چاودنې څه نا څه ۲۶ تنه افغان ولسي وګړي ټپیان کړل .
د خوست ولایت د ولسي اړیکو چارواکي بریالي روان وویل ، چاودنه په بایسکل کې له اېښودل شویو باردوي توکو رامنځته شوې او د ده په خبره ژوبل ټول ملکي وګړي دي.
په خوست ښار کې د ډاکټر ببریګل د روغتون یو تن مسول له مشال راډیو سره په خبرو کې د ۳ تنو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ وباله.
څو ورځې وړاندې هم د خوست ښار په عدالت څلور لاري کې یوه ځانمرګي برید په لسګونو افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.