د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو سندرو ته ویډیوګانې جوړول اوس مجبوري ګرځیدلې


هارون باچا :
ــــــــــــــــــــــ

په دې وروستيو کې د پښتو په سندرو ويډيو کلېپونه جوړېدل دود شوي دي. د پښتو موسيقۍ ځينې مينه وال بيا په دغه کار نيوکې کوي چې وايي، په ترڅ کې يې پښتني اقدار تر پښو لاندې کېږي.


خو د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی عرفان خان د نوې ټيکنالوجۍ په دې دور کې په سندرو د وېډيو جوړول اړين بولي.

((خلکو ته د سندرو رسولو لپاره ضوروي ده چې د ويډيو يو شکل ورته ورکړل شي. نننی دور د اليکټرانک ميډيا دی، نو چې د البم کوم ټايټل سندره ده يا دوه درې نورې ښې سندرې دي، هغه به خلکو ته د ويډيو له لارې وړاندې کوې، چې دغه راز د البم خرڅلاو ته هم لار هوارېږي.))

د عرفان خان په خبره، په پېښور کې دا مهال د ښه او معياري ويډيو جوړولو لپاره اسانتياوي شته. نوموړی هوډ ښکاره کوي چې کله به هم د خپلو ويډیوګانو لپاره د مارکيټ بې ځايه غوښتنو منلو ته غاړه کېنږدي.

((ځوان هلکان دي او ډېر ښه وېډيوز جوړوي. په کمو پيسو کې هم ښه وېډيو جوړېدی شي. خو دا نن سبا چې کوم وېډيوز او سي ډيز مارکيټ ته راغلي دي، زه خو يې زښت مخالف يم. ما دا خبره په ډاګه کړې چې موسيقي دې رانه پاته شي، خو دغه رقم وېډيوز، چې نه يې د کور دننه او نه د باندې څوک کتلای شي، به جوړ نه کړم.))

د پښتنو يو بل ځوان سندرغاړی بختيار خټک د پښتو په سندرو د غېر معياري وېډيوګانو جوړېدو يو علت د پښتنو کاروباريانو او شتمنو خلکو دغې صنعت پلو نه پاملرنه په ګوته کوي.

((په افغانستان کې د جوړېدونکيو وېډيو کلېپونو کوالټي ورځ تر بلې زموږ تر هغې پر مخ ځي. هلته پرې په ډالرو کې پيسې لګول کېږي. په پېښور کې که يو تن ډېره قيمتي وېډيو جوړه کړي خو هغه مجبور دی چې ټي وي چينلونو او د سي ډي مارکيټ ته يې وړيا ورکړي. اوس خو داسې بدبختي راغلې چې تاسو په يو ټيوب کې پشتو ميوزک وليکئ، نو داسې مخونه او کيسې به درته مخې ته راشي، چې سړی وايي په مخ سر راباندې کړم، چې دا موږ څه کوو او دا په نړيوال کچ زموږ له نوم سره کومې لوبې کېږي.))

د پاکستان ټيلي ويژن پخوانی پروډيوسر او جنرل مينيجر فرمان الله جان د دغې ادارې د پخوانيو ميوزک پروګرامونو او وېډيوګانو په يادولو سره وايي چې اوس مهال په دغه برخه کې زيار نه اېستل کېږي. د نوموړي په اند، د ښه وېډيوګانو مخې ته راوړلو لپاره ضروري ده چې جوړونکي يې له پښتو ژبې او کولتور سره ريښتينې مينه ولري.

(( ته د هغې زمانې وېډيو وګوره، د هغې اپروچ او آيډيا وګوره. اوس خو تشه توره نوکري ده. زما په زړه کې دا شک هم راشي چې دغه خلک چې وېډيوګانې جوړوي، له پښتو ژبې سره يې شايد مينه نشته. د چا چې له دې ژبې سره مينه وي، يوازې هغه کس دا کار کولی شي. دا د بازار کار نه دی.))

فرمان الله جان وايي، د پښتو ميوزک اوسنۍ وېډيوګانې يې نه خوښېږي. نوموړی زياتوي، که چيرې شتمن پښتانه وګړي د وېډيوګانو جوړولو په برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي او له هنر پوهه او مسلکي خلکو کار واخلي، نو په خبره يې د پښتو ښې او معياري وېډيوګانې مخې ته راتلی شي.

((ما چې څومره هم وېډيوګانې کتلي دي نو له معياره يې مطمين نه يم. هنري خلک شته. په ښه کار يو ځل پيل کول غواړي. د زړو سندرو ويډيوګانې هم جوړېدی شي. زه هغو پښتنو وګړو ته چې پيسه ورسره ده، د پښتو ويډيوګانو جوړولو په برخه کې يې د لګولو لپاره دوی ته خواست کوم.))

د کولتوري چارو پښتانه پوهان د خيبر پښتونخوا حکومت ته وړانديز کوي چې، په صوبه کې د غير معياري وېډيو کلېپونو د جوړېدو او هم يې د خپرېدو د مخ نيوي لپاره د هنرونو د څارنې اداره يا سنسر بورډ جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG