د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته فرقه ییزه نښتې له کومه راغلې؟


په کوټه کې یوه هزاره وګړی په فرقه ییز برید کې د خپلې کورنۍ په وژل کس پسې ژاړي.
په کوټه کې یوه هزاره وګړی په فرقه ییز برید کې د خپلې کورنۍ په وژل کس پسې ژاړي.



په پاکستان کې شيیعه مسلمانان د شنبې په ورځ د محرم لسمه عاشورې ورځ لمانځي خو د تيرو کلونو په څير سږ کال هم د شيعه ګانو په ماتمي جلوسونو بريدونه شوي دي. په پاکستان کې د شيعه او سني تنظيمونو ترمينځ دغه جګړه له څو لسيزو راهيسې جاري ده. پوښتنه داده چې آيا د فرقه ورانه تاو تريخوالی جرړې خپله د پاکستان زيږنده دي او که نه له د باندې ورته لمن وهل کيږي. دا او نور ي پوښتني عبدالحی کاکړ د پاکستان د دفاعي چارو له کارپوه ډاکټر عائشه صديقه په يوه ځانګړې مرکه کې کړي دي.

پوښتنه : آيا د فرقه ییزه تاو تريخوالی جرړې د پاکستان زيږنده دي او که نه ورته له بهره لمن وهل کيږي.؟

ځواب: که فرقه ییزه سياست ته په غور و ګورو نو يوشی ډير روڼ ښکاري، هغه دا چې د دې جرړي دننه دي، خو ظاهره ده، دغه ونې او بوټي ته سره او اوبه له بهره هم او له دننه ورکول کيږي. په ۱۹۷۹ م کال کې د شوروي اتحاد (سويت يونين) افغانستان ته تر ورتګ له مخه په ايران کې يو اسلامي انقلاب راغلی وو چې له وجي يې دوې خبري وشوې، يوه دا چې په پاکستان کې شيعه ګان زيات منظمه او په سياسی توګه فعاله شول. دوی ته ظاهره ده، پیسې هم ورکول کيدلې او ورباندي د ايران اثر و نفوذ هم وو.د دې په ردعمل کې د پاکستان د هغه وخت پوځي صدر ضياءالحق د سني مسلک سپاه صحابه تنظيم د جوړويدو ترغيب ورکړ. بيا دوی ته پیسې ملاو شولې، يو خوا ته سپاه صحابه او لشکر جنګوي وه او په مقابله کي يې د شيعه ګانو سپاه محمد نومي تنظيم وو. بيا د دغو تنظيمونو وسله والې ډلې جوړې شوې چې ورته پيسې له هيواده دننه هم خو ډيري ورته له بهره ترلاسه کيدلې. یاني ديوبندي او اهل حديث تنظيمونو ته سعودي عرب، نورو خليجي ملکونو او آن ليبيا هم پيسې ورکولې. بل کار دا وشو چې د افغانستان جګړه روانه وه او له حکومت سره ولاړو تنظيمونو ته نور هم ملاتړ ترلاسه شو او داډول پر سياست د يوې خاصي فرقي رنګ زيات غالبه شو.

پوښتنه : آيا د نن ورځې فرقه ییزه جګړه د تيرو وختونو په مقابله کې زيات خطرناک شکل خپل کړی دی او که نه؟

ځواب: د نوولس سوه نويمې لسيزې د جګړي شکل بيل وو او د نوولس سوه اتيايمې لسيزې بيل وو. په اتيايمه لسيزه کې دغه ټولو تنظيمونه د خبرو تر حده د يوه بل مخالفت کولی، جنګ جګړه يې نه کوله، دغه تنظيمونه لکه سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او نور په دې وخت کې د افغانستان په جګړه کې مصروفه ول. خو کله چې له هغه ځايه را فارغه شول نو دوی په نويیمه لسيزه کې هدفي وژني پيل کړې او له ۲۰۰۰ م کال راهيسي ددې جګړي شکل بدل شو، اوس دوی خلک بې دريغه وژني.

پوښته : پاکستان يو رياست او درياست لپاره هر شهري برابر وي نو په داسې حال کې چې شیعه ګان او سنيان دواړه پاکستانيان دي نو آيا پاکستان د يو رياست په توګه ددې د مخنیوي لپاره څه ګامونه پورته کوي او که نه د يو فريق کرادر اداکوي؟

ځواب : کله چې خلک رياست او پوځي ادارو ته وايي چې بايد دغه تنظيمونه ختم کړل شي نو دوی په ځواب کې وايي چې د دې تنظيمونو په ټولنه کې جرړې دومره ټينګې شوې دي چې مقابله یې نه شي کيدلی.نو د دې مانا دا شوه چې رياست لاس په سر دی او تسليم شوی دی. دا خبره هم ده چې رياست ځينې تنظيمونه وخت نا وخته د ځان په ګټه استعمالوي . بله خبره دا ده، د رياست قانون نافذ کوونکو ادارو صلاحيت کم شوی دی. په پوليس کې صلاحيت او همت نه دی پاته شوی چې ددغو تنظيمونو مقابله وکړل شي. بله خبره دا ده تر څو چې ، تر دوه زره څوارلسم کال پوري په افغانستان کې تصوير نه وي واضحه شوی تر هغو رياست دغه مسئلې د مخنیوي لپاره سوچ و فکر نه کول غواړي.

پوښتنه : که وکتل شي په فرقه ییزه بریدونو کې د شيعه ګانو مرګ ژوبله زياته وي، وجه يې څه ده؟

ځواب : يوه خبره داده چې د شيعه ګانو شمير د سنيانو په مقابله کې کم دی.بله دا ، دوی ته د رياست ملاتړ هغومره ترلاسه نه دی. دريمه خبره دا، داسې نه ده چې شيعه ګان ځوابي حمله نه کوي. شيعه تنظيمونه هدفي وژني کوي، خو سني تنظيمونه تر هدفي وژنو هم لا وړاندې تللي دي. مطلب دا چې، دوی هلته کاروايي کوي چېرته چې اجتماع وي يا ډير خلک را غونډ شوي وي خو په نويیمه لسيزه هم دغه شان حملې شيیعه تنظيمونو هم کولې. بله خبره داده، رياست له شيعه ګانو څخه خوښاله نه دی. زموږ د دفاعي چارو څيړونکي چې حکومت ته هم ډير نږدې دي، په دې موضوع ليکل کوي. د مثال په توګه هزارګان چې شيعه ګان هم دي، کله چې وژل کيږي نو د دوی په اړه عسکري څيړونکي وايي، کیدلای شي دوی ته له ايرانه د پيسو اخیستلو سزا ملاويږي. نو رياست دوی ته د شک په سترګه ګوري. کله چې رياست او د پوځي ادارو سوچ دا وي چې له سعودي عربه پيسې اخستل بد کار نه دی خو که امريکا او ايران څخه پیسې راځي نو بيا تاسو د وژلو قابله ياست. زه دا نه وايم چې پیسې اخستل په کار دي خو کله داسي يو جنګ وي او رياست څوک نه ژغوري نو بيا خلک د دباندي قوتونوپر وسایلو تکيه کوي . نو په داسي حال کې رياست يو فريق جوړيږي چې ورته جوړيدل پکار نه دی.

XS
SM
MD
LG