د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې زده کونکو د کانکور آزموینه ورکړه


پکتیکا: د کانکور آزموینې برخه وال
پکتیکا: د کانکور آزموینې برخه وال



نجیب الله الوخیل-خوست

نن د پنجشنبې په ورځ دپکتیکا ولایت دبیلابیلو ښوونځیو شاوخوا 800تنو ددولسمو ټولګیو فارغانودشرنې په ښار کې د لوړو زده کړو د حاصلولو لپاره د کانکور په ازموینه کې برخه واخیسته . د کانکور د ازموینې دڅارلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت موظف هیت هم په صحنه کې وجود وو.

پکتیکا والي محب الله صمیم ،چې دکانکور آزموینه یې کتله، په خپلو خبرو کې په دې کمیت کې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې دځوانانو ګډون بې ساری وباله.

دپکتیکا ولایت اړوند د ښرنې د علي بابا عالي لیسې فارغ خیرالدین ذکي دازموینې په اړه وویل:

((موږ د ازموینې له جریانه رضایت لرو، د ازموینې لپاره کافي وخت راکړل شوی وو او دپکتیکا له چارواکو هم خوشاله یو ،چې په شرنې ښار کې يې موږ ته دکانکور زمینه برابره کړه.))

قومي مشر حاجي مومن خان دکانکور په ازموینه کې دسلګونو ځوانانو په ګډون خوښي څرګنده کړه او ویې ویل ،چې دا صحنه ددې ثبوت دی ،چې دپکتیکا ولسونه اوس د زده کړو او تحصیل په ارزښت پوۍ شوي دي. دپکتیکا پوهنتو رئيس پوهنمل محمد شفاء تسل په ازموینه کې دشاملینو په اړه خپل معلومات داسې وړاندې کړل:

((دفعلاً لپاره هغه ځوانانو چې له موږه سره ثبت نام کړی د دولسمو ټولګیو 735تنه فارغان دي ،چې پدې صحنه کې عملاً ازموینه ورکوي او دوی ته مو کارتونه ویشلي دي.))

دیادونې وړ ده ،چې تیر کال په پکتیکا کې پوهنتون ایجاد شوی ،چې دا مهال دیو پوهنځي په لرلو سره 100تنه محصلان لري تمه ده ،چې سږکال به دپوهنتون دمحصلانو شمیره څو برابره ډیره شي.

XS
SM
MD
LG