د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اجمل قصاب د پانسۍ غچ به اخلو. تحرک طالبان




پاکستاني طالبانو ګواښ کړی چې د اجمل قصاب د پانسۍ په بدل کې به پر هندي اهدافو بريدونه کوي. د تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان نن )پنجشنبه) ويلي چې د اجمل قصاب مړی دي د هغه کورنۍ يا طالبانو ته وسپارل شي.

۲۵ کلن اجمل قصاب ته تېره ورځ د هند د حکومت لخوا په ۲۰۰۸ م کال کې په ممبيي ښار کې د بريدونو په جرم کې پانسۍ ورکړل شول چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وه.

قصاب اقرار کړی و چې په پاکستان کې له ميشتې وسله والې ډلې لشکر طيبه سره تړاو لري. په دې بريد کې د نوموړي نهه ملګري وژل شوي وه خو دی ژوندی ونيول شو. پاکستاني طالبانو د پاکستان پر حکومت هم نيوکه کړې چې د قصاب پر پانسۍ يې غبرګون نه دی ښودلی. بلخوا پاکستان په دې لړ کې تېره ورځ يو مختصر بيان جاري کړی چې د ترهګرۍ غندنه پکې شوې وه.

XS
SM
MD
LG