پرون چهارشنبه په پاکستان کې یوه له خونړیو او تاوتریخوالې ډکه ورځ وه، چې د هېواد د څلور واړو صوبو په بیلا بېلو ښارونو کوټه، کراچۍ، بنو، شانګلې او راولپنډۍ کې بمي چادونو، ځانمرګو بریدګرو او وسله والو حملو د عاشورې لمانځونکو ، پوځيانو، پولیس او نورو امنیتي عسکرو په ګډون ۳۶ تنه ووژل او تر۱۰۰ زیات ژوبل دي. په وژل شویو کې اووه تنه سرکاري امنیتي کسان دي.
د بریدونو وروستۍ پېښه د شپې ناوخته هغه مهال په راولپنډۍ کې رامنځته شوه چې یوه ځانمرګي برید ګر دشیعه ماتمیانو په یوه لویه ډله کې ځان والوځاوه چې څه نا څه ۲۳ کسان یې ووژل او څه باندې ۶۰ نور یې ژوبل کړل.
د روغتیا وزارت سرچینې وايي په ټپيانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ دی او ښايي د وژل شویو اصل شمیر نور هم لوړ شي.
د چاودونو او وسله والو بریدونو دغه لړۍ چې غرمه مهال په کوټه کې د پوځ پر یوه موټر په برید سره پيل شوه تر کراچۍ، پښتونخوا اوبیا دشپې ناوخته تر راولپنډۍ ورسیده چې یوه ځانمرګي بریدګر د شیعه ګانو یوې امام بارګاه ته نژدې په ځان پورې تړلي چوونکیو توکیو په الوځولو سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
تر دې وړاندې په کراچۍ کې دوو بیلابیلو امام بارګاوو ته څيرمه په چاودنو کې دوه تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.
په ټپیانو کې څو تنه خبريالان هم شامل دي.
شیعه ګانو پر حکومت اعتراض کړی، چې د په زرګونو ماتمیانو امنیت ته يې لازمه پاملرنه نه وه کړې، خو پولیس بیا دا تورونه ردوي او وايي، چې په ټوله لاره يې ټينګ امنيتي تدابیر نیولي ول خو نه پوهیږي چې ځانمرګی بریدګر څنګه دغه ځای ته ځان رسولی و.