د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایيلي پارلماني استازي په ووټر لسټونو اعتراض لري


د خیبر یوه جرګه
د خیبر یوه جرګه



په داسې حال کې چې د سپريم کورټ په لارښودنه په پاکستان کې د نويو کمپيوټرایزډ انتخابي فهرستونو جوړولو کار روان دی چې په دې لړ کې د خېبر پښتونخوا او قبایيلي سيمو د ووټر لسټونو کار پای ته رسېدلی دی .

له قبایيلي سيمې د قامي اسمبلۍ غړي تور لګوي چې په نویو انتخابي فهرستونو کې د عام ولس پر ځای د خاص خاص خلکو نوم ليکنه شوېده .

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د خېبراېجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي نورالحق قادري وینا ده چې داوخت د قبایلي سیمو د وګړو شميره تر اتيا لاکو اوړېدلې ده او يواځې د شپاړس لاکه خلکو نومونه اندارج شوي دي چې دا سراسر له دوی سره زياتی دی.

د ده په خبره قباییلي نمائندګان به داخبره د اليکشن کمیشن مخې ته هم ږدي او په دې به په اسمبلۍ کې هم خبره کوي.

د نورالحق قادري دخبرې په ځواب کې د اليکشن کمیشن وياند الطاف احمد وايي، چې هغوی د نوم ليکنې له پاره کور په کور او کوڅه په کوڅه ګرځېدلي دي خو اکثر خلکو له قصده يا د ناپوهۍ له وجې شميره کمه ښودلې ده نو ځکه د قبائيلي سيمې د خلکو شميره کمه راغلې ده.

بلخوا د باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي اخوندزاده چټان وايي چې په قبایيلو کې د پوهې او شعور د کمي لويه وجه د تعليم نشتوالی دی او چرته چې د سړو د ليک لوست شرح لس فيصده او د ښځو هاغه له درې فيصده هم کمه وي هلته بيا داقسمه مسلې سر راپورته کوي.

اخوندزاده چټان زياتوي، چې له دې سره سره الېکشن کمیشن او نورو متعلقه چارواکو هم خپل کار په سم ډول نه دی کړی او يواځې وخت یې تېر کړی دی او بس. بايد چې په قبایيلي سيمو کې په انتخابي فهرستونو کې د رای ورکونکو نوم ليکنې کار له نوې سره وکړل شي.

د مشال رېډيو د دې پوښتنې په ځواب کې، هغه خلک چې نوم یې له اندراجه پاتې وي يا په خپل ووټ کې څه قسمه بدلون کول غواړي، څه وکړي؟ نو د الېکشن کمیشن وياند الطاف احمد وویل چې د الېکشن کمیشن ځایي دفترونو کې يو آسان فارم ډکولو سره دوی د خپل نوم اندراج کولای شي. او دا سلسله به تر هغو پورې روانه وي چې د ټولټاکنو اعلان نه وي شوی.

د فاټا پارلماني استازیو پر ولس غږ وکړ چې د سرکاري وساییلو او ترقياتي فنډونو وېش هم په شناختي کارډونو، ووټونو او د سرشمېرنې (مردم شماري) په حساب کېږي نو بايد چې قبایيل د خپل حق له پاره د په انتخابي فهرستونو کې د نوم ليکنې په اوسني بهیر کې برخه واخلي او خپل پوره پوره معلومات له الېکشن کمیشن له کارکوونکو سره شرېک کړي.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG