د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپکتیا خلک د ټیليفوني شبکو نه سرټکوي


داودتپان


د پکتيا اوسېدونکي د ټليفوني شبکو او مخابراتو ټکنالوژي رياست له چاروڅخه نارضه دي او وايي د ياد رياست چارواکو يې شويو شکايتونو او ستونزو ته پام نه دی کړی.
د دې ولايت اوسېدونکي په دې نظر دي چې د مخابراتو رياست کارونه په تېرو څو کلونو کې ټکني شوي او له هغو لومړنيو لاسته راوړنو چې د څو شبکو انتونه يې لګولي کومه ښکاره لاسته راوړنه نلري.


د پکتيا ډېر اوسېدونکي د دې ولايت د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست له چارو نارضه دي او تور پورې کوي چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست يې لا هم غوښتنو،ستونزو او پرلپسې شکايتونو ته پام نه دی کړی.

دوی وايي په ټولو ولايتونو کې د مخابراتي شبکو اړيکې روڼې دي خو په دې ولايت کې لا هم د دوی په خبرو د مقابل لوري کسان نه پوهيږي او د ټليفون له لارې په ‌‌ډېره ګرانه د يو بل په خبرو ځان پوهوي .

د دې سيمو اوسېدونکي وايي چې د ګرځنده ټليفونونو شبکې يې د ولايت په ولسواليو کې هېڅ کار نه کوي، او په وارونو،وارونو يې مخابراتو او ټکنالوژي رياست ته د ټليفوني شبکو د نه فعاليت شکايت کړی دی، خو د دوی په خبره چې لا يې هم شکايتونو ته پام نه دی شوی :

((زه ښادي خان يم موږ چې چاته زنګ وکړو ټليفون پيسې وخوري خو په يوه خبره يې هم نه پوهيږو.))

((زه مسعود يم، رسمي کار کوم کله چې ولسواليو ته ځم نو څو سيم کارټونه ځان سره ساتم په دې خاطر چې خپلو کور سره اړيکه ونيسم، ډېر وخت داسې هم شوي دي چې په هفتو مې کور سره اړيکه نه وي ټينګه شوې او راته په اندېښنه وي.))

(( زه نور احمد حيران يم ، شبکې دومره خرابې دي چې د ټليفون له کارولو پښېمان يو،بايد ټول سيم کارټونه ايسته واچوو.))

د خلکو دا شکايتونه د دې ولايت ولايتي شورا رئيس ښايسته جان احدي رښتيني ګڼي او په خپله هم د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست له کارونو نارضه دی، وايي دې رياست لکه څنګه چې لازمه ده په پکتيا کې،پراختيايي او پرمختيايي کارونو ته پام نه دی کړی:

(( په دې برخه کې رياست کار نه دی کړی او نه يې وزارت څه اقدام کړی دی، موږ هر وخت ورته ويلي دي چې دوی د خلکو شکايتونو ته پام وکړي خو داسې د پام وړ کار يې نه دی کړی. ))

احدي دا هم وايي چې د دې رياست د فعاليتونو د نشتوالي او کمزورۍ په اړه شکايتونه ورته رسيدلي او په رسمي ډول يې له مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست چارواکو څخه غوښتنې هم کړې دي چې د خلکو ستونزو ته جدي پام وکړي، خو لا يې هم ترې قناعت کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د چارو کارپوهان وايي په ټولنه او نظام کې د پوښتنې نيشتوالی د دې سبب شوی دی چې اداري چارواکي په خپلو چارو کې بېغوره اموخته شي.

ليکوال او ژورناليست حامد احمدزی وايي که په نظام کې داسې اداره موجوده وي چې د پوښتنې او پلټنې حق يې درلودی او بېغوره اداري چارواکي يې د خلکو شکايتونو پر بنياد د محاکمې مېز ته راکشکولی نو خلک به له دې ستونزو سره نه مخامخ کېدل .

سره له ډېرو هڅو په دې بريالي نه شو چې په پکتيا کې د خلکو دې شکايتونو په اړه د مخابراتو رياست چارواکو نظر ترلاسه کړو.

د يادونې وړ ده په پکتيا کې څلور مخابراتي شبکې (روشن،افغان بيسيم،اريبا او اتصلات) فعاليت کوي خو د خلکو په خبره د دوی فعاليتونه يوازې ترمرکز ګردېز محدود او په ډېرو ولسواليو کې کار نه کوي.
XS
SM
MD
LG