د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر او ایساف د فراه چاودنه غندلې ده




د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو او افغان ولسمشر حامد کرزي په فراه ولايت کې د جمعې د ورځې چاودنه وغندله.

د جمعې پر ورځ په پشت رود ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې شل تنه ووژل.

یوه ټپي شوې ښځه وايي، چې له نورو ښځو او ماشومانو سره يوځاى په فراه کې واده ته روانه وه، خو د ماين د چاودنې له کبله واده په وير بدل شو.

هغې د فراه په روغتون کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، په پشت رود ولسوالۍ کې يې د ماين د چاودنې له کبله پښه ماته شوې؛ د مور او خويندو په ګډون يې د کورنۍ څو نور غړي وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه اعلاميه کې د فراه پرونۍ پېښه غندلې؛ چې تر ډېره ښځې او ماشومان په کې وژل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې ځيني ملکيان په يوه فلانکوچ ډوله موټر کې له خاک سفېد څخه پشت رود ولسوالۍ ته واده ته روان وو؛ چې موټر يې د سړک غاړې پر ښخ شوي ماين وربرابر شو.

د اعلاميې پر اساس، په پېښه کې ١٧ تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.

ولسمشر کرزي ويلي، چې تروريستانو په دې وژنو سره ثابته کړه، چې جنايتکاره او بزدله کسان دي، چې د ښځو او ماشومانو د وينې له تويولو هم درېغ نه کوي.

نړيوالو ځواکونو هم دغه پېښه په شدت سره غندلې ده. د ايساف ځواکونو د اعلاميې له مخې، يوه ولايتي وياند طالبان د سړک غاړې بمونو په ځاى پر ځاى کولو تورن کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ايساف د وياند مرستيال جنرال "جان ماډوير" په اعلاميه کې ويلي؛ چې سخت دريځو وسله والو د ښځو او ماشومانو په ګډون يو وار بيا ملکيان ووژل.

ده ويلي، مخالف وسله وال خلکو ته احترام نه کوي، چې د ده په خبره د فراه پېښه يې يو بل مثال دى.

د ايساف په اعلاميه کې د خپرو شويو ارقامو له مخې، په روان ميلادي کال کې تر ٢٨٠٠ زيات ملکيان وژل شوي يا هم ټپيان دي، چې د ايساف په حواله، زيات تلفات د سخت دريځو وسله والو د حملو له کبله خلکو ته اوښتي دي.
XS
SM
MD
LG